د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې ١١ وسله وال وژل شوي

د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې ١١ وسله وال وژل شوي

Feb 27, 2016 - 16:56

ښرنه-غزني (پژواک،٨کب٩٤): په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او په غزني کې د ملي اردو د توغندي لګېدو له امله درې تنه ټپيان دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په دادګل او جلال شاه سيمو کې هوايي بريدونه کړي، چې يوولس وسله وال مخالفين په کې وژل شوي دي.

د ګومل ولسوالۍ د دادګل سيمې اوسېدونکي ګلاب جان پژواک ته وويل، تېره ورځ د دوی په سيمه کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.

نوموړي د دې بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې، د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې تنه ټپيان شوي دي.

د ده يک ولسوال کريم الله اميري پژواک ته وويل، نن سهار وسله والو طالبانو په تاسن کلي کې د ملي اردو پر سرتېرو بريد وکړ.

هغه وايي ملي اردو ځوابي ډزې وکړې چې له امله يې د ملي اردو د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده، چې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه په کې ټپيان شول.

ده زياته کړه، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د تاسن سيمې يوه اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د درېو تنو ټپي کېدو ترڅنګ د همدې کور دوه خونې هم ويجاړې شوې دي.

د ملي اردو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د بل خبر له مخې، په هلمند کې د ملي امنيت موظفينو څلور تنه انسان تښتوونکي نيولي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي، چې د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر څخه د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغو انسان تښتوونکو يو ماشوم او يو نوى ځوان تښتولي وو او له کورنيو څخه يې د خلاصون په موخه د پيسو غوښتنه کړې وه.

خو سرچينه وايي، تښتول شوي کسان د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وژغورل شول او په تور يې څلور تنه ونيول شول.

د خبرپاڼې له مخې، په نيول شويو کسانو کې  عبدالرزاق، محمد نادر، حمدالله او خان ولي شامل دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan