ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين بولدک- چمن لار خلاصه شوه

د سپين بولدک- چمن لار خلاصه شوه

author avatar
27 Feb 2016 - 18:48
د سپين بولدک- چمن لار خلاصه شوه
author avatar
27 Feb 2016 - 18:48

کندهار (پژواک، ٨ کب ٩٤) : د کندهار د سپين بولدک- چمن لار چې څو ورځې مخکې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د ناڅرګند دليل له مخې تړل شوې وه، نن پرانيستل شوه.

بل خوا سوداګر وايي چې د لارې بندېدو له امله درانه مالي زيانونه ور اوښتي دي.

د سپين بولدک ولسوال حاجي سيد علي د کب په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده شوې لار چې پاکستانيو ځواکونو تړلې وه، نن خلاصه شوې او په عادي توګه ورباندې تګ راتګ بېرته پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه ټرانزيټي لار د پاکستان له خوا تړل شوې وه، چې هغوى يې تر اوسه په لامل نه پوهېږي.

خو دى وايي، هغه مهال چې لار وتړل شوه  د لارې د بېرته خلاصېدو په موخه يې مرکزي ادارې ته خبر ورکړى و.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم تائيدوي چې لاره خلاصه شوې، خو هغه يې هم د بندېدو په اړه معلومات ور نه کړل.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله دغه لار د څه مودې لپاره تړلې او بيا يې بېرته پرانيستې ده.

د سپين بولدک- چمن پر ټرانزيټي لاره هره ورځ په زرګونو خلک او په سوداګريزو توکو بار موټر تګ راتګ کوي چې په بندېدو سره يې نه يواځې خلک له ستونزو سره مخ کېږي، بلکې درانه مالي زيانونه هم اړوي.

د کندهار د خوراکي توکو او مېوې سوداګر وايي د لارې د بندېدو له امله ميليونونه افغانۍ زيان ور اوښتى.

د حاجي سيد محمد په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور ورځې وړاندې يې مېوه او سبزيجات رابار کړي وو، چې د لارې بندېدو له امله د کرښې په هغه غاړه چمن کې بند پاتې و.

ده زياته کړه، د لارې د خلاصيدو په تمه يې ټوله مېوه او سبزيجات خراب شوي او دروند زيان ورته اوښتى دى.

هغه غوښتنه وکړه چې کله هم دغه لار تړل کېږي، نو مخکې له مخکې يې بايد په اړه سوداګرو ته خبر ورکړل شي، څو هغوى خپله چاره وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.