د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د قره باغ د يوه کلي ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي

د قره باغ د يوه کلي ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي

Feb 27, 2016 - 13:06

غزني ښار(پژواک،٨ کب۹۴): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ له يوه کلي څخه  په تېر يو نيم کال کې ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ټول په يوه هديره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

دغه کلى چې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې موقعيت لري "خونيان" نوميږي.

دې کلي ته په ورتګ سره دې پر يوه هديره سترګې لګيږي چې د ډيرو قبرونو پر سر يې ملي بيرغ رپيږي.

د خونيانو د کلي اوسېدونکي دې هديرې ته د زيارت په سترګه هم ګوري ځکه پر ډيرو قبرونو   ټوټې او دستمالونه هم تړل شوي دي.

د دې هديرې په اړه د خونيانو د کلي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې هديره کې د خونيانو له کلي  څخه ٤٥ هغه ځوانان خښ دي چې په سيمه ييزو پوليسو کې يې دنده درلوده او په تېر يو نيم کال کې وژل شوي دي.

عبدالشکور وايي، دغه ٤٥ تنه يې د کوچينوالي ملګري وو چې له هر يوه څخه ډيرې او په زړه پورې خاطرې لري.

هغه يوه قبر ته ګوته ونيوله او زياته يې کړه: (( هغه اول قبر وينئ هغه مې بېخي نږدې ملګری و او لومړی کس و چې ووژل شو، دا پاتې نور ټول مې ملګري دي که څه هم د دوى په اولادو مې د دوى د مېني تنده ماتيږي خو د هغو سترګو ته کتل ما ژړوي.))

دى وايي چې له دې هر سيمه ييز پوليس نه څو ماشومان پاتې دي او اوس له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

ده وويل: ((حکومت ان کله په وخت موږ ته وسلې نه راکوي نو موږ څنګه د دې يتيمانو اوښکې پاکې کړو، ته باور وکړه چې کله داسې وخت هم راغلى چې په يوه ورځ مو د اتو کسانو مړي په دې هديره کې خښ کړي دي.))

خو عبدالشکور وايي چې اوس هم ددې کلي ځوانان په ډيره مينه د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې خپلې دندې پرمخ وړي.

دغه راز د خونيانو د کلي د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان حبيب الله بلوڅ زوى عين الدين پژواک ته وويل: (( پلار مې مړ شو، موږ يواځې سوله غواړو، جنګ نور بس دى.))

عين الدين چې ١١کاله عمر لري او شلېدلې جامې يې پر ځان وې زياته کړه: (( يو ورور او يوه بله خور هم لرم، موږ غواړو چې مکتب ته لاړ شو خو وسه يې نه لرو چې ځانته کتاب او قلم واخلوو.))

ده وويل چې د پلار يواځنۍ هيله يې دا وه چې هېواد ته سوله راشي خو دغه ارمان يې خاورو ته يووړ.

د همدې کلي يو بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل: (( په دې هديره کې ټول سيمه ييز پوليس خښ دي، خلک دې هديرې ته اوس د زيارت په سترګه هم ګوري.))

هغه وايي چې په دې هديره کې يې د تره زوى حمدالله له خپلو دريو نورو ملګرو سره چې په يوه ورځ و وژل شول هم خاورو ته سپارل شوى دي.

ده وويل چې په دې کلي کې د امنيت د ټينګښت په موخه نږدې د هرې کورنۍ يو کس وژل شوى دى.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د دې ولايت په کچه يې په وسلو او نورو برخو کې د سيمه ييزو پوليسو اړتياوې پوره کړې دي.

هغه د خونيانو د کلي په اړه وويل: (( موږ د دې کلي د سيمه ييزو پوليسو د کورنيو په اړه په کابل کې له اړوندو ادارو سره خبرې کړي د مشکل د حل لپاره به يې حتما اقدام وکړي.))

قره باغ د غزني ښار سوېل ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د غزني ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېده ، خو په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د فعاليت په پېليدو سره يې امنيت ښه شوى دى.

په دې ولسوالۍ کې نږدې دوه کاله مخکې سيمه ييزو پوليسو فعاليت پيل کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan