ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ځانمرګي بريد ډېرى قربانيان د سړک  غاړې  د توکو پلورونکي وو

د کونړ ځانمرګي بريد ډېرى قربانيان د سړک غاړې د توکو پلورونکي وو

author avatar
27 Feb 2016 - 14:41
د کونړ ځانمرګي بريد ډېرى قربانيان د سړک  غاړې  د توکو پلورونکي وو
author avatar
27 Feb 2016 - 14:41

اسعد اباد، کابل ( پژواک، ٨ کب ٩٤) : د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار په ځانمرګي بريد کې ډېرى هغه کسان وژل شوي چې  د سړک پر غاړه يې بېلا بېل توکي خرڅول .

دغه ځانمرګى بريد د کب په ٨ مه، د سهار په شاوخوا نهو بجو ٣٠ دقيقو ولايت مقام ته څېرمه د شهيدانو په څلور لاري کې د يوه پلي بريدګر لخوا وشو.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دا بريد د ولايت مقام د لويې دروازې په څنګ کې شوی .

هغه زياته کړه  چې په دې بريد کې ١٣ تنه ولسي خلک وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

که څه هغه وويل، چې تر اوسه د بريد موخه نه ده معلومه، خو زياتوي چې په وژل شويو کسانو کې د دانګام ولسوالۍ قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان حاجي خانجان هم شامل دى.

د يادونې ده چې د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکو د حاجي خانجان په مشرۍ څه موده مخکې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړى و.

په ولسي جرګې کې د کونړ د خلکو استازى حاجي سخي مشواڼى بيا وايي، چې د بريد موخه د دانګام د پاڅونوالو مشر حاجي خانجان و.

د کونړ د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر احسان الله فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ١١ جسدونه او ٤٠ ټپيان راوړل شوي وو، خو اوه تنه سخت ټپيان يې د جلال اباد روغتون ته لېږدولي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې د ننګرهار له ملکي روغتون څخه د ډاکټرانو يوه ډله اسعد اباد ته رسېدلې او د ټپيانو په درملنه کې مرسته کوي.

د محمد ناصر په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل  چې تر چاودنې وروسته لومړى د پېښې  ځاى ته ورسېد، چې هر لوري ته مړي او ټپيان پراته وو.

دى وايي : (( ټپيانو چيغې وهلې، چې موږ روغتون ته ورسوئ،څو شېبې وروسته پوليس او نور خلک راغلل او د ټپيانو په لېږدولو يې پيل وکړ.))

ده زياته کړه، په ټپيانو او مړو کې ډېرى هغه خلک وو چې د سړک پر غاړه يې نخود، پيکوړې او د ټېليفونونو کرېډټ کارتونه خرڅول .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.