ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د نښتو له امله يوولس کسان ووژل شول

سرپل کې د نښتو له امله يوولس کسان ووژل شول

author avatar
28 Feb 2016 - 18:52
سرپل کې د نښتو له امله يوولس کسان ووژل شول
author avatar
28 Feb 2016 - 18:52

سرپل (پژواک، ٩ کب ٩٤): يو شمېر سيمه ييزې سرچينې وايي، چې پرون د سرپل ولايت مرکز کې د پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او طالبانو د خپلوانو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

دغه نښته، پرون له غرمې وروسته  د سرپل ولايت مرکز اړونده چشمه شفا سيمه کې د وسلوالو طالبانو په بريد سره پيل شوه.

د سرپل د ولايتي شورا مشر مولوي نورمحمد بيګ وايي، چې طالبانو په ياده سيمه کې په يوه ټونس ډوله موټر باندې بريد وکړ.

د هغه په وينا، دغه ليني موټر له سرپل څخه د ولايت مرکز بغاوي کلي ته پر لارې و، چې پکې د ياد کلي د پوليسو د پوستې قوماندان جمعه خان هم سپور و، چې له خپلو دوه ملګرو او څلورو ملکيانو او يوې ښځې سره يو ځاى وژل شوي دي.

مولوي نورمحمد بېګ د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې له بريد وروسته نښته د کلي داخل ته ورسېده او يو شمېر نور هم ټپيان او وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، نن پژواک ته وويل چې وسلوال طالبان پر ټونس موټر باندې له بريد وروسته د بغاوي په کلي کې پر يوې پوستې هم بريد وکړ، چې جګړه تر نيمې شپې پورې روانه وه.

 نوموړي چې د يادو قربانيانو د خښولو په مراسمو کې هم ګډون درلود، زياته کړه چې په ياد بريد او نښتو کې د دريو پوليسو او د کلي د اوسېدونکو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو وژل شويو کسانو کې د سيمې څلور اوسېدونکي چې په خپلو کورونو کې يې طالبانو ته ځاى ورکړى و، د پوليسو د خپلوانو له ډلې دوه ښځې او د سيمې نور دوه اوسېدونکي شامل دي.

 هغه وويل، چې په دغو نښتو کې يو طالب هم ټپي شوى دى.

 يوې بلې سيمه ييزې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په يادو نښتو کې ١٧ کسان ټپيان او وژل شوي دي.

نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې څلور پوليس شامل دي او پاتې ټپيان او وژل شوي کسان د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو خپلوان دي.

 خو وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې، چې پرون له غرمې وروسته د دغه ولايت مرکز اړونده د طالبانو په يوه بريد کې يې د سيمه ييزو پوليسو دوه قوماندانان وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.