ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين امنيه قوماندان او ٢٩ پوليس له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول

د سنګين امنيه قوماندان او ٢٩ پوليس له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول

author avatar
28 Feb 2016 - 15:05
د سنګين امنيه قوماندان او ٢٩ پوليس له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول
author avatar
28 Feb 2016 - 15:05

لښکرګاه(پژواک، ۹کب۹۴):د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان په ګډون ٣٠ پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د کب په٩مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې ملي اردو او امريکايي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د سنګين ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان محمد نبي او ٢٩ نور پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

هغه وويل چې د يادو کسانو د نيونې پرمهال دغو پوليسو له ملي اردو او امريکايي ځواکونو سره نښته هم کړې ده چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.

خو ده زياته کړه چې نيول شوي کسان اوس بې وسلې شوي دي او ٢١٥ ميوند قول اردو ته بيول شوي دي.

خو قوماندان وايي: (( تر کومه ځايه چې ماته معلومات رسېدلي ، لويه ستونزه نشته، په دې برخه کې تېروتنه شوې او ډير ژر به ياد پوليس له سر پرست قوماندان محمد نبي سره يو ځای  خوشې شي.))

امنيه قوماندان  وويل د پوليسو په نيولو او بې وسلې کولو کې بهرنيو ځواکونو برخه نه ده اخيستې  يواځې د ملي اردو او ځينو نورو پوليسو په مشوره دغه کار شوى دى.

دده په وينا، د هغو پوليسو په ځای اوس نور پوليس سيمې ته  لېږل شوي ترڅو امنيتي حالات کنټرول کړي.

بلخوا  هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوې باوري سرچينې  پژواک  ته د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې نيول شويو کسانو له وسله والو طالبانو سره د جنګي مهماتو په برخه کې مرسته کوله.

هغه وويل چې نيول شوي کسان اوس مهال تر څېړنو لاندې دي.

سرچينه زياتوي: ((دا چې د سنګين امنيتي حالات نازک وو، ګومان کيږي چې دغه قوماندان او ورسره همغږو پوليسو به د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانۍ او پاتې سيمې طالبانو ته تسليمولې، خو تر اوسه  په دې اړه څېړنې نه دي بشپړې شوې.))

دغه راز د سنګين ولسوالۍ قومي مشر شمس الله صحرايي پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په وينا، دوه سيمه ييز پوليس زنداني کړي و او سخته سزا يې هم ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.