د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرپل کې د نښتو له امله يوولس کسان ووژل شول

سرپل کې د نښتو له امله يوولس کسان ووژل شول

Feb 28, 2016 - 18:52

سرپل (پژواک، ٩ کب ٩٤): يو شمېر سيمه ييزې سرچينې وايي، چې پرون د سرپل ولايت مرکز کې د پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او طالبانو د خپلوانو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

دغه نښته، پرون له غرمې وروسته  د سرپل ولايت مرکز اړونده چشمه شفا سيمه کې د وسلوالو طالبانو په بريد سره پيل شوه.

د سرپل د ولايتي شورا مشر مولوي نورمحمد بيګ وايي، چې طالبانو په ياده سيمه کې په يوه ټونس ډوله موټر باندې بريد وکړ.

د هغه په وينا، دغه ليني موټر له سرپل څخه د ولايت مرکز بغاوي کلي ته پر لارې و، چې پکې د ياد کلي د پوليسو د پوستې قوماندان جمعه خان هم سپور و، چې له خپلو دوه ملګرو او څلورو ملکيانو او يوې ښځې سره يو ځاى وژل شوي دي.

مولوي نورمحمد بېګ د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې له بريد وروسته نښته د کلي داخل ته ورسېده او يو شمېر نور هم ټپيان او وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، نن پژواک ته وويل چې وسلوال طالبان پر ټونس موټر باندې له بريد وروسته د بغاوي په کلي کې پر يوې پوستې هم بريد وکړ، چې جګړه تر نيمې شپې پورې روانه وه.

 نوموړي چې د يادو قربانيانو د خښولو په مراسمو کې هم ګډون درلود، زياته کړه چې په ياد بريد او نښتو کې د دريو پوليسو او د کلي د اوسېدونکو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو وژل شويو کسانو کې د سيمې څلور اوسېدونکي چې په خپلو کورونو کې يې طالبانو ته ځاى ورکړى و، د پوليسو د خپلوانو له ډلې دوه ښځې او د سيمې نور دوه اوسېدونکي شامل دي.

 هغه وويل، چې په دغو نښتو کې يو طالب هم ټپي شوى دى.

 يوې بلې سيمه ييزې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په يادو نښتو کې ١٧ کسان ټپيان او وژل شوي دي.

نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې څلور پوليس شامل دي او پاتې ټپيان او وژل شوي کسان د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو خپلوان دي.

 خو وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې، چې پرون له غرمې وروسته د دغه ولايت مرکز اړونده د طالبانو په يوه بريد کې يې د سيمه ييزو پوليسو دوه قوماندانان وژلي دي.

 دوى ادعا کوي چې له يادې پېښې وروسته د يادو دوه قوماندانانو ساتونکو دوه ملکيان ووژل او له هغه وروسته د سيمه ييزو پوليسو او د سيمې د اوسېدونکو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې په هغه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.

 طالبانو دغه راز ويلي، چې سيمه ييزو پوليسو د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو کورونه هم سوځول دي.

 پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه د کورنيو چارو وزارت او د سرپل د چارواکو نظر له ځانه سره ولري، خو له دوى سره اړيکه ټينګه نه شوه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan