ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاريکارو کې سوالګر زيات شوي دي

په چاريکارو کې سوالګر زيات شوي دي

author avatar
28 Feb 2016 - 15:38
په چاريکارو کې سوالګر زيات شوي دي
author avatar
28 Feb 2016 - 15:38

چاريکار(پژواک، ٩ کب ٩٤): د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار په واټونو کې د تېر کال په پرتله د سوالګرو شمېر زيات شوى چې ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان په کې شامل دي.

ددې ولايت چارواکي وايي چې ددې ښار د سوالګرو په شمېر کې شاوخوا ٤٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.

 د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست مشر قدرت الله رياضت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٣٩٢ لمريزکال د غويي مياشت کې د يوې سروې له مخې، په چاريکارو کې د سوالګرو شمېره ٢٠٥ تنو ته رسېده، خو تازه شمېرې څرګندوي  چې دا شمېره څه باندې ٣٠٠ کسانو ته رسېدلې ده.

د چاريکارو ښار په ګډون ددې ولايت د مرکز د وګړو شمېر  شاوخوا شپږ زره کورنۍ اټکل شوى دى.

رياضت وزګارتيا په چاريکارو کې د ګدايۍ د زياتېدو عمده لامل بولي او وايي چې دا ستونزه په ژمي کې د هوا د سړښت، د کار کموالي او د سون توکو ته د اړتيا په ډېرېدو سره زياتېږي.

ددې ښار ځينې اوسېدونکي هم وايي چې د سوالګرو شمېر زيات شوى دى.

د چاريکارو په هوفيان سړک کې د ډوډۍ پخوونکي شاګرد شاه بچه وويل:((پخوا به يو يا دوه سوالګر په ورځ کې د سوال لپاره نانوايۍ ته راتلل او مرسته به يې غوښتله، خو سږ کال له اتو تر لسو پورې راځي چې اکثره يې ښځې دي، څوک ورته پيسې ورکوي، څوک ډوډۍ ورته اخلي او څوک هېڅ نه ورکوي.))

هغه د سوالګرو ورځ تر ورځې زياتېدونکې شمېره د اندېښنې وړ وبلله او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د بېوزلۍ او وزګارتيا د کمولو لپاره هڅې وکړي.

 په پروان کې د دانش په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو پوهنځي د درېيم کال زده کوونکي امين الحق هم وويل چې په ښار کې سوالګر د تېر کال په پرته زيات شوي دي.

د هغه په خبره، ځينې خلک چې له ګڼو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي، ځينو جرمونو لکه غلا، د نشه يي توکو کارونې او نورو ته مخه کوي او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب ګرځي.

د هغه په خبره، دولت بايد د وزګارتيا ستونزې د حل لپاره اړين اقدامات ولري، څو په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ټيټه شي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ٣٦ سلنه اوسېدونکي د بېوزلۍ په ټيټه کچه کې ژوند کوي. په وروسيتو کلونو کې د بهرنيو مرستو په کمښت سره په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.