کابل(پژواک،١٠ کب ٩٤): د کابل ښار اوومې امنيتې حوزې اړونده ساحه کې د چسپکي ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار چهلستون ساحه کې شوې ده.
عيني شاهدانو پژواک ته وويل چې د دوو ماشومانو او دوو ځايي هټۍ والو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د ميرويس په نوم ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه په هغه ځاى کې شوې چې اکثره وخت د کومانډو ځواکونو د يوه قوماندان موټر پرې تګ راتګ کوي.
هغه وايي چې احتمال لري د چاودنې موخه به د همدې قوماندان موټر و.
دې اوسېدونکي د قوماندان هويت څرګند نه کړ.
د هغه په وينا، ددې پېښې په سبب د يو شمېر هټيو او نږدې ودانيو ښېښې هم ماتې شوې دي.
امنيتي چارواکو تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي، مرګ ژوبلې او زيانونو د شمېر په اړه جزييات نه دې ورکړي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن