ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٢٦ وسله وال مخالفين ونيول شول

په کندهار کې ٢٦ وسله وال مخالفين ونيول شول

author avatar
29 Feb 2016 - 18:30
په کندهار کې ٢٦ وسله وال مخالفين ونيول شول
author avatar
29 Feb 2016 - 18:30

کابل(پژواک،١٠کب٩٤): د ملي امنيت رياست وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې په کندهار ولايت کې د افغان دولت ٢٦ وسله وال مخالفين نيولي دي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د کب په ١٠ مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د کندهار ولايت د کندهار ښار له بيلابيلو سيمو څخه ياد شوي وسله وال مخالفين نيولي دي.

د سرچيني په حواله يادو کسانو هوډ درلوده چې له چاوديدونکو توکيو ډک يو موټر او زرنج ډوله موټرسايکل ته په کندهار ښار کې چاودنې ورکړي.

خو سرچينه وايي چې ياد شوي کسان موخې ته له رسيدو وړاندې نيول شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې له يادو کسانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر، له چاودېدونکو توکو ډک یو زرنج ډوله موټرسایکل، يو ميل راکټ، نهه  میله کلاشینکوفونه، دوه میله تفنګچې، اته بشکه یي ماینونه، یو پایه مخابره ،د سپکو وسلو په زرګونو فیره مرمۍ او یوه اندازه نور پوځي توکي ترلاسه شوي دي.

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونه شپه ورځ هڅې کوي ترڅو په هيواد کې امنيت ټينګښت ومومي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.