ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ولايت ودانۍ ته نږدې د راکټ لګېدو له امله يوتن ووژل شو

د بغلان ولايت ودانۍ ته نږدې د راکټ لګېدو له امله يوتن ووژل شو

author avatar
1 Mar 2016 - 12:04
د بغلان ولايت ودانۍ ته نږدې د راکټ لګېدو له امله يوتن ووژل شو
author avatar
1 Mar 2016 - 12:04

 پلخمري(پژواک، ١١ کب ٩٤): پر پلخمري ښار د راکټ مرمۍ لګېدو له امله يو ځوان وژل شوى او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د  BM1  مرمۍ د استوګنې پر يوه کور لګېدلې ده.

 د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يو ٢٤ کلن ځوان وژل شوى او د يوې کورنۍ  دوه ماشومان چې يو نهه کلن او بل لس کلن و،  ژوبل شوي دي.

هغه وايي چې مرمۍ د ډنډغوري سيمې لخوا توغول شوې چې د امنيه قوماندانۍ او ولايت مقام د ودانيو ترمنځ د استوګنې پر يوه کور لګېدلې ده.

 شجاع وويل چې طالبانو په پټو سترګو راکټ توغوي او شايد موخه يې هم دولتي ادارې وي.

د محمد ذاکر په نامه ځايي اوسېدونکى وايي:((موږ د کوڅې په خوله کې ولاړ وو چې زموږ د مخې په کور کې مرمۍ ولګېده او له امله يې دوړې شوې کور را پرېوت.))

هغه زياته کړه چې خلک دهغوى مرستې ته ورغلل او نه پوهېږي چې څو کسانو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.

د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر شاه محمد هوفياني وايي چې تر اوسه د پېښې له حاى نه د يوۀ ځوان مړى ولايتي روغتون ته ور وړل شوى، خو ټپيان لا نه دي ور وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ډنډغوري سيمې لخوا هم د BM1 توغول شوې مرمۍ په پلخمري ښار کې د مرستيال والي په دفتر ولګېده چې له امله يې يو کس ووژل شو او د مرستيال والي د موټر چلوونکي په ګډون درې ملکي وګړي ژوبل شول، خو والي او مرستيال ته يې زيان نه و رسېدلى.

 طالبانو د هغه بريد مسووليت منلى وو، خو د نني بريد په اړه يې څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال په اوږدو کې له ډنډغوري سيمې په درېيو پړاوونو کې پر پلخمري ښار د وسله والو مخالفينو لخوا  ١٢ راکټونه وتوغول شول چې له امله يې يو ماشوم او يو بل کس ووژل شول او څه باندې ١٠ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.