ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: ننګرهار کې دې د ګوزڼ مخنيوي لپاره دايمي واکسيناتوران و ګومارل شي

والي: ننګرهار کې دې د ګوزڼ مخنيوي لپاره دايمي واکسيناتوران و ګومارل شي

author avatar
1 Mar 2016 - 13:40
والي: ننګرهار کې دې د ګوزڼ مخنيوي لپاره دايمي واکسيناتوران و ګومارل شي
author avatar
1 Mar 2016 - 13:40

جلال اباد(پژواک،۱۱کب ۹۴): د ننګرهار والي د ګوزڼ ضد واکسين په برخه کې له مرسته کوونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د واکسين دايمي کارکوونکي وګوماري.

په دې ولايت کې د ګوزڼ اته پېښې ثبت شوي او د ناامنيو له امله په يوشمېر ولسواليو کې شاوخوا ۳۵ زره ماشومان له دې واکسين څخه پاتې کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وېره ښودلې چې که دغو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ونه رسېږي ښايي په ګوزڼ ناروغۍ اخته شي.

د ننګرهار والي د کب په ۱۱مه، په جلال اباد کې د يونيسف نړيوال روغتيايي مرکز او بلګټس فونډېشن د پوليو برخې له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد هڅه ګړندۍ شي.

کندوزي زياته کړه: ((ننګرهار سرحدي ولايت دی، اړېنه ده چې په ټولو ولسواليو کې د پوليو ضد دايمي واکسيناتوران  وګومارل شي.))

د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر شان باچا پژواک اژانس ته وويل چې په اچين او يو شمېر نورو سيمو کې د ناامنيو له امله د ګوزڼ واکسين نه تطبيقيږي.

د نوموړي په وينا: ((موږ وېره لرو چې په زرګونه له دې واکسين څخه پاتې ماشومان په ګوزڼ اخته نه شي، دا ساري ناروغۍ ده په کليوالي ژوند کې به نورو ماشومانو ته ژر انتقال شي.))

هغه غوښتنه وکړه چې د پوليو د واکسين لپاره ښه تګلار همدا ده چې د سيمې خلک په کې وګومارل شي، له يوه پلوه به د کار زمينه ورته برابره شي او بل خوا به په خپلو سيمو کې دا واکسين تطبيق کړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاګټر نجيب کامه وال د يادې ناستې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، چې که دايمي واکسيناتوران وګومارل شي د پوليو په مخنيوي کې به ګټور ثابت شي.

د کامه وال په خبره: ((موږ په ټول ننګرهار کې شاوخوا ١٥٠٠ دغسې کار کوونکو ته اړتيا لرو نو که دايمي وټاکل شي ګټه به يې دا وي چې په ناامنو سيمو کې به هم د پوليو ضد کمپاين او واکسين ترسره کړي.))

د ننګرهار ولايت مدني فعال محمد الدين احمدي وايي: ((دلته د پوليو اته پېښې ثبت شوي، دا د اندېښنې وړ مسئله ده، هيله ده اړوندې ادارې د دې ناروغۍ د مخنيوي هڅې جدي کړي.))

احمدي پژواک اژانس ته وويل، په لرو پرتو سيمو کې د دې واکسين  دايمي کمپاينران وګومارل شي ګټه به يې دا وي چې په اسانې  طريقه به پاتې کېدونکو ماشومانو ته واکسين تطبيق کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.