ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په فارياب کې د طالبانو نومول شوى والي او ولسوال وژل شوي”

“په فارياب کې د طالبانو نومول شوى والي او ولسوال وژل شوي”

author avatar
1 Mar 2016 - 15:51
“په فارياب کې د طالبانو نومول شوى والي او ولسوال وژل شوي”
author avatar
1 Mar 2016 - 15:51

 ميمنه(پژواک، ١١ کب ٩٤): د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي  اسلامي مرستيال ادعا کړې چې په فارياب کې د طالبانو نومول شوى والي او يو ولسوال وژل شوي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د فارياب والي سيد انور سادات پرون ويلي و چې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ ٥٠ وسله وال مخالفين له منځه تللي دي.

 هغه په دې اړه زيات جزييات نه دي ورکړي، خو د جنبش ملي اسلامي مرستيال مسعود احمد مسعود چې له جنرال دوستم سره په پښتونکوټ کې د عملياتو ملتيا کوي، ادعا لري چې په وژل شوو کې والي مولوي ظريف، مولوي ذبيح الله مشهور په غازي قوماندان او په المار کې د طالبانو نومول شوى ولسوال ملاسرور شامل دي.

مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او ١٢ دولتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي دا خبره رد کړې او پژواک ته يې په يوه ټېلېفوني پيغام کې ويلي چې د پښتونکوټ په خواجه موسى سيمه کې يې لسګونه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او دا سيمه يې له دولت نه نيولې ده.

د فارياب والي ويلي و چې د خواجه موسى بازار او شاوخوا کلي يې د وسله والو مخالفينو له شتون نه په بشپړ ډول چاڼ کړي دي.

خواجه موسى درې مياشتې وړاندې طالبانو نيولې او د ځانګړې ولسوالۍ نوم يې پرې اېښى و.

 طالب وياند همدارنګه وويل چې په پښتونکوټ او خواجه سبزپوش ولسواليو کې دولت ته تسليم شوي او نيول شوي ١٢٠ کسان هم له يوې مخې اربکيان وو.

 دغو کسانو دوه ورځې وړاندې د يو لوړ مراسمو په ترڅ کې خپلې وسلې دولت ته وسپارلې او جنرال دوستم ويلي و چې د دوى په ډله کې د حميدالله اخند، عبدالمالک او امان الله په نومونو پخواني طالب قوماندانان هم شامل دي.

بلخوا د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وويل چې طالبانو ددې ولسوالۍ په چقمق سيمه کې پر ولسي ځواکونو چې د دولت ملاتړ ورسره دى، بريد کړى چې د دو مړو په ورکولو سره بېرته په شا شوي دي.

د هغه په خبره، په دې نښته کې دوه ولسي ځواکونه ژوبل شوي، خو يوې ځايي سرچينې وويل چې د ولسي پاڅون يو غړى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ويلي چې درې امنيتي پوستې يې په چقمق سيمه کې نيولې، يو اربکى قوماندان يې له درېيو ساتونکو سره وژلى، څلور نور ژوبل شوي او څلور اسونه يې هم نيولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.