ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور پوليس د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول

څلور پوليس د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول

author avatar
1 Mar 2016 - 12:38
څلور پوليس د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول
author avatar
1 Mar 2016 - 12:38

کندهار، ترينکوټ ( پژواک، ١١ کب ٩٤) : د کندهار- اروزګان پر لويه لاره د يوې امنيتي پوستې څلور پوليس د خپلو ملګرو پوليسو له لوري وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د اروزګان – کندهار پر لويه لاره د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په تغارک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د شاوليکوټ ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار- اروزګان د لويې لارې په اوږدو کې د تغارک سيمې د پوستې قوماندان په رخصتۍ تللى و او په پوسته کې ١٤ پوليس پاتې وو.

سرچينه وايي، تېره شپه د يادې شوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او ١٠ نور نادرکه دي.

د سرچينې په خبره، د پوستې اړوند وسلې او مهمات هم وړل شوي دي.

دغه سرچينه ګومان کوي چې کېداى شي د دغې پوستې د پوليسو له منځ څخه چا له وسله والو مخالفينو سره اړيکې جوړې کړې او دغه کار يې تر سره کړى وي.

خو د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه په کندهار کې نه، بلکې د اروزګان ولايت په ساحه کې شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزييات ور نه کړل.

بلخوا د اروزګان ولايت امنيه قومانداني مني، چې وژل شوي پوليس  دوى پورې مربوط و.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد اکبر شينوراي پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې پوستې ځينو پوليسو له طالبانو سره لاس درلود .

هغه زياته کړه چې تېره شپه دوى طالبان پوستې ته رابللي وو او دهغوى په مرسته يې څلور پوليس وژلي ، خو درې نور پوليس تښتېدلي دي.

د دغې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو هم څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.