ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې يو قرباني ماشوم خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ته نفقه برابروي

د جګړې يو قرباني ماشوم خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ته نفقه برابروي

author avatar
2 Mar 2016 - 17:34
د جګړې يو قرباني ماشوم خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ته نفقه برابروي
author avatar
2 Mar 2016 - 17:34

ميمنه (پژواک، ١٢ کب ٩٤): هغه جګړه ځپلى ماشوم چې د بولانيو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، وايي چې بولاني يې نه پلورل کېږي او د پيسو د نشتوالي له امله وچه ډوډۍ هم نه شي پېرلى او په شپو شپو وږی ويده شوی او مور يې تر سهاره ژاړي.

صبغت الله اوسمهال د لسو کلونو دى، خو د ژوند سختيو هغه ډېر غمګين او اغېزمن کړى دى.

دغه ماشوم چې د فارياب د المار ولسوالۍ د قرايي سيمې اصلي اوسېدونکى دى، دوه کاله وړاندې هغه مهال له خپلې کورنۍ سره يو ځاى د قيصار ولسوالۍ ته بېځايه شو چې پلار يې عبدالسلام له وسله والو مخالفينو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.

صبغت الله زياته کړه چې د هغه هم عمره ماشومان ښوونځي ته ځي او د خپلو پلرونو د ناز له نعمته برخمن دي، خو دی پلار نه لري او له دې امله ډېر ځوريږي او له دې سره-سره بيا هم اړ دى چې د ورځې له سختيو سره مبارزه وکړي او د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ نفقه وګټي.

هغه له خپلې کورنۍ سره په هغې ويجاړې کوټه کې چې د يوه کس له لوري ورته امانت ورکړل شوې، ژوند کوي، د کوټې د برنډې چت يې هم راغورځېدلى او د باران او واورې ورېدو پر مهال يې اوبه په خونه کې ډنډ درېږي. د ياد يتيم په کور کې يوه زوړ ايرانى موکيت تر سترګو کېږي چې ځينې برخې يې شلېدلې دي.

صبغت الله د قيصار په بازار کې بولاني پلوري او هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورې بولاني پلوري چې له ډېرې کمې ګټې څخه يې د خپلې کونډې مور، دريو خويندو او دوه کوچنيو وروڼو اړتياوې پوره کوي.

ياد ماشوم چې د بولانيو پتنوس يې په لاس کې نيولى و، په خيرن فولادي کميس او څېري شوو چپلکو کې د بازار يوې او بلې خوا ته د بولانيو د پلورلو لپاره تګ راتګ کاوه او دا ډول غږ يې کاوه: "هله بولاني وخورئ، ګرم بولاني، سبزي او کچالو لرونکي بولاني!"

نوموړي د خپلې کورنۍ او ځان د ژوند په اړه داسې کيسه وکړه:

"درې کاله وړاندې مې پلار له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو، د خداى په ميدان پاتې شو، هيچا هم له موږ سره مرسته ونه کړه، په کور کې مو د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرل، مور مې زه قيصار ته راوستم، په يوه امانتي کور کې چې مالک يې ترکمن دى، وړيا اوسو."

صبغت الله په داسې حال کې چې د خپلې پزې اوبه يې په لستوڼي باندې پاکولې او د يخنۍ له امله يې د پوزې سر سور شوى و، وويل چې کله يې مور بولاني پخوي، بازار ته وړي او له ګټې يې هره ورځ کور ته لس ډوډۍ راوړي او هغه بيا د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځاى خوري.

ياد ماشوم چې د مرکې پر مهال يې څېره مايوسانه او په سترګو کې يې اوښکو ډنډونه کړي و، په ډېرې ناهيلې سره زياته کړه: "کله چې بازار ته بولاني وړم، ډېرى وخت مې نور هلکان ځوروي، بولاني رانه خوري او پيسې يې نه راکوي، کله يې نه شم خرڅولى او له وچې ډوډۍ پرته کور ته ځم، په نهاره ګېډه ويده کېږم او مور او خويندې مې تر سهاره پورې ژاړي."

هغه د دې لېوالتيا لري چې د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي، څو ولسوال او يا هم رييس شي، خو دا چې پلار يې له لاسه ورکړى، مشر ورور نه لري، د روزګار مسووليت يې پر غاړه دى او درس ويلو ته هېڅ امکانات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.