د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لسګونو خبريالانو ته د سرو زرو مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول

لسګونو خبريالانو ته د سرو زرو مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول

Mar 02, 2016 - 16:13

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون لسګونو کسانو ته  په ٢٠١٥ کال کې په خپلو کارونو کې د برياليتوب او نوښت له امله د سرو زرو مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

په دې ډله کې يو شمېر وزيران، د علومو اکاډمۍ څېړونکي، شاعران، ليکوال، ژورنالېستان او خبريالان شامل دي چې کار يې په تېر يوه کال کې د "ژوند ګروپ" په نامه بنسټ د لس کسيزې کمېټې لخوا ستايل شوى دى.

د ياد ګروپ مشر حکمت الله مظلوميار نن په کابل کې د (کار خلک) تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وويل چې پخوا به وړ او د کار خلک له مرګ وروسته د اتلانو په نامه لمانځل کېدل.

هغه زياته کړه چې "ژوند ګروپ" دا نوښت وکړ او د وړ کسانو له کار يې د هغوى په ژوند ستاينه وکړه.

هغه زياته کړه چې دا کار يې د نوښتګرو خلکو د حوصلې اوچتولو او له هغوى سره د نورو خلکو د سالمې سيالۍ لپاره د هڅولو په موخه کړى دى.

د مظلوميار په خبره: ((موږ په کال کې يو ځل دا ورځ نمانځو، ((ژوند ګروپ له سياست او تعصب نه لرې دى، دلته د هر چا خدمت ته په کره ډول کتل کېږي، څوک په پټو سترګو او واسطه نه ټاکل کېږي.))

هغه ټينګار وکړ چې پوه، وړ او نوښتګر کسان د دغه ګروپ د يوې لس کسيزې کمټې له خوا پېژندل کېږي، وروسته د هغو کسانو ستاينه کېږي چې وړتيا ولري.))

د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني دې غونډې ته په خپلو لنډو خبرو کې د (ژوند ګروپ) دا نوښت وستايه او زياته يې کړه: ((زموږ ليکوال او شاعران ډېر ناکام ژوند لري، دوى هغه کسان دي چې کتاب لري، خو د چاپ پيسې نه لري، ښه به وي چې په داسې ناستو کې د هغوى ستاينه وشي، څو د هغوى د هڅونې سبب شي.))

په پارلماني چارو کې د دولت وزير غلام نبي فراهي وويل: ((په افغانستان کې هر څه د بدلون په حال کې دي، پوه او عدالت غوښتونکي ځوانان پيدا کېږي چې د علماوو، پوهانو، رښتينو او نوښتګرو کسانو د کار ستاينه کوي.))

هغه هيله څرګنده کړه چې له دې وروسته بايد د داسې کسانو ستاينه د هغوى په ژوند وشي، څو د مسلک نور ملګري يې وهڅول شي.

د کار او ټولنيزو چارو مشره نسرين اورياخېل هم يو له هغو کسانو وه چې د خپلو ښو کارونو له امله يې د (ژوندګروپ) د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

مېرمن اورياخېل پژواک ته وويل چې دې کار يې مسووليتونه ډېر کړل او بايد ډېر او غوره کار وکړي.

هغې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د پخوا په پرتله خپل ډېر وخت ددې وطن خدمت ته ورکړي.

د غونډې په پاى کې د (ژوندګروپ) له خوا ٢٠ وړ کسانو ته د هغوى د ښو کارونو په سبب د سرو زرو مډال او ٣٦ نورو ته ستاينليکونه ورکړل شول چې په ستايل شوو کې د پژواک خبري اژانس خبريال هم شامل و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan