کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون لسګونو کسانو ته په ٢٠١٥ کال کې په خپلو کارونو کې د برياليتوب او نوښت له امله د سرو زرو مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
په دې ډله کې يو شمېر وزيران، د علومو اکاډمۍ څېړونکي، شاعران، ليکوال، ژورنالېستان او خبريالان شامل دي چې کار يې په تېر يوه کال کې د "ژوند ګروپ" په نامه بنسټ د لس کسيزې کمېټې لخوا ستايل شوى دى.
د ياد ګروپ مشر حکمت الله مظلوميار نن په کابل کې د (کار خلک) تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وويل چې پخوا به وړ او د کار خلک له مرګ وروسته د اتلانو په نامه لمانځل کېدل.
هغه زياته کړه چې "ژوند ګروپ" دا نوښت وکړ او د وړ کسانو له کار يې د هغوى په ژوند ستاينه وکړه.
هغه زياته کړه چې دا کار يې د نوښتګرو خلکو د حوصلې اوچتولو او له هغوى سره د نورو خلکو د سالمې سيالۍ لپاره د هڅولو په موخه کړى دى.
د مظلوميار په خبره: ((موږ په کال کې يو ځل دا ورځ نمانځو، ((ژوند ګروپ له سياست او تعصب نه لرې دى، دلته د هر چا خدمت ته په کره ډول کتل کېږي، څوک په پټو سترګو او واسطه نه ټاکل کېږي.))
هغه ټينګار وکړ چې پوه، وړ او نوښتګر کسان د دغه ګروپ د يوې لس کسيزې کمټې له خوا پېژندل کېږي، وروسته د هغو کسانو ستاينه کېږي چې وړتيا ولري.))
د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني دې غونډې ته په خپلو لنډو خبرو کې د (ژوند ګروپ) دا نوښت وستايه او زياته يې کړه: ((زموږ ليکوال او شاعران ډېر ناکام ژوند لري، دوى هغه کسان دي چې کتاب لري، خو د چاپ پيسې نه لري، ښه به وي چې په داسې ناستو کې د هغوى ستاينه وشي، څو د هغوى د هڅونې سبب شي.))
په پارلماني چارو کې د دولت وزير غلام نبي فراهي وويل: ((په افغانستان کې هر څه د بدلون په حال کې دي، پوه او عدالت غوښتونکي ځوانان پيدا کېږي چې د علماوو، پوهانو، رښتينو او نوښتګرو کسانو د کار ستاينه کوي.))
هغه هيله څرګنده کړه چې له دې وروسته بايد د داسې کسانو ستاينه د هغوى په ژوند وشي، څو د مسلک نور ملګري يې وهڅول شي.
د کار او ټولنيزو چارو مشره نسرين اورياخېل هم يو له هغو کسانو وه چې د خپلو ښو کارونو له امله يې د (ژوندګروپ) د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
مېرمن اورياخېل پژواک ته وويل چې دې کار يې مسووليتونه ډېر کړل او بايد ډېر او غوره کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن