ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې بيه لوړه او د اوړو راټيټه شوې ده

د بورې بيه لوړه او د اوړو راټيټه شوې ده

author avatar
3 Mar 2016 - 20:24
د بورې بيه لوړه او د اوړو راټيټه شوې ده
author avatar
3 Mar 2016 - 20:24

کابل (پژواک ١٣ کب ٩٤): کابل کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يواځې د بورې بيه لوړه شوې او د قزاقستاني اوړو بيه راټيټه شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيه په خپل حال پاتې ده.

د کابل ښار خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه له ١٢٠٠ افغانۍ ١١٩٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د قزاقستان په بازارونو کې د اوړو بيو ټيټوالى او په هېواد کې يې د ډېرو وارداتو له امله په کابل کې د دغه هېواد اوړو بيه راټيټه کړې ده.

خو نوموړي وويل، چې د تېرو اووه ورځو په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٨٣٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي چې د بورې وارداتو کمښت د بيو د لوړېدو لامل شوى دى.

نورو خوراکي توکو کوم بدلون نه دى کړى.

فضل الرحمن وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٥ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو عمده پلور بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار منډوي د يوه چاى پلورونکي فضل احمد په وينا، نن د تېرو اووه ورځو په شان د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يوه کيلو مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل د دهن باغ سيمې يوه خوراکه پلورونکي احمد جاوېد وويل، نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ١٩٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ لېټره مومن غوړي ١٠٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى ٢٥٠ افغانۍ دى.

د سرو زرو بيې هم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٢٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.