کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستياله وايي، هېواد يې باور لري چې د سولې خبرې به مثبتو پايلو ته ورسېږي.
نوموړې دغه څرګندونې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره په کابل کې د کتنې پرمهال کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيالې لورېل مېلرل وويل، هېواد يې د سولې د ټينګښت لپاره د افغان دولت له لومړيتوبونو او پاليسۍ ملاتړ کوي.
نوموړې همدارنګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د متحدو ايالتونو د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې حنيف اتمر ويلي، افغانستان د سولې د خبرو پايلو ته خوشبين دی او په دې پروسه کې د متحدو ايالتونو او چين شتون د پروسې برياليتوب ته د افغانستان د خلکو او دولت هيله مندي زياته کړې ده.
خو دى وايي، هېواد يې له هغو عناصرو سره د سولې خبرې نه کوي، چې د افغانستان د خلکو پر ضد ترهګريزو کړنو ته ادامه ورکوي.
د څلوراړخيزې همغږۍ ډلې له طالبانو او نورو مخالفو وسله والو څخه وغوښتل، چې د خپلو باصلاحيتو استازو له لارې دې د افغانستان له دولت سره د سولې په مخامخ لومړيو خبرو کې، چې تمه ده د روانې کب مياشتې په منځنيو کې په اسلام اباد کې ترسره شي، ګډون وکړي.
وسله والو مخالفينو بيا په دې غونډه کې د خپلو استازو د ګډون په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن