ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنګونو کې د زياتې واورې ورښت او توپان وړاندوينه شوې

سالنګونو کې د زياتې واورې ورښت او توپان وړاندوينه شوې

author avatar
3 Mar 2016 - 18:46
سالنګونو کې د زياتې واورې ورښت او توپان وړاندوينه شوې
author avatar
3 Mar 2016 - 18:46

چاريکار (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د سالنګونو د ساتنې او خونديتوب ادارې چارواکو، د سالنګ لارې په اوږدو کې په راتلونکو ١٥ ورځو کې د سختې واورې ورېدو او توفان خبر ورکړى او وايي چې د مسافرو د ژوند ساتلو په موخه يې سخت تدابير نيولي دي.

 د سالنګونو د ساتنې او خونديتوب ادارې مشر جنرال عبدالرجب د پنجشنبې په ورځ له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د سالنګ په لويه لار کې د واورې ورېدو او توپان وړاندوينه شوې ده.

 نوموړي زياته کړه: " دغه وضعيت به د ١٠ تر ١٥ ورځو پورې دوام پيدا کړي، واوره به کله ډېره او کله هم کمه وريږي."

 هغه وايي، موږ له وخت وړاندې ډېرى تدابير لکه وسايط، ماشين الات او بشپړ پرسونل چې په واک کې يې لري، برابر کړي څو مسافر په ډېرې ارامۍ سره له دې لارې تګ راتګ وکړى شي.

 رجب د خپلو خبرو په دوام کې په ياده موده کې د لارې د بندښت په اړه وويل، امکان شته چې د سختو واورو ورېدو او يا هم د واورې ښوييدو له امله دغه لار بنده شي، خو تر څو چې مسافر له کوم ځاني او مالي خطر سره نه وي مخ نو دغه لار به په دوامداره توګه د موټرونو پر مخ پرانيستې وي.

 هغه وويل: "که چېرې کوم خطر محسوس کېده نو دغه سرک به د ټرافيکو پر مخ بند کړو."

 جنرال عبدالرجب له مسافرو غواړي چې کله هم له يادې لارې تېريږي نو بايد له ځانونو سره ګرمې جامې او وسايل ولري.

 هغه زياته کړه: "مسافرو ته سپارښتنه کوم چې موټرونه يې بايد چېن ولري، له ځانونو سره شټپنۍ ټېرونه ولري او دغه راز د اړتيا وړ خوراکي توکي هم ولري، څو له کوم خطر سره مخ نه شي."

 بلخوا هغه مسافر چې له يادې لويې لارې تګ راتګ کوي، د سالنګونو د ساتنې او خونديتوب له ادارې له وخته د وړاندې تدابيرو د نيولو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.