ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت ١٢ انسان تښتوونکي نيولي

ملي امنيت ١٢ انسان تښتوونکي نيولي

author avatar
3 Mar 2016 - 15:46
ملي امنيت ١٢ انسان تښتوونکي نيولي
author avatar
3 Mar 2016 - 15:46

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د ملي امنيت لوى رياست وايي، په کابل او پروان ولايتونو کې يې د انسان تښتوونکو د يوه مشر په ګډون ١٢ تنه نيولي دي.

له دغه رياسته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې د پروېز، زمري، اسدالله، توريالي (ګاز پلورونکی)، کامل او خليل په نومونو کسان نيول شوي دي.

سرچينه کاږي، څه موده وړاندې د کابل ښار د لسمې ناحيې په اړوندو برخو کې د يوه تنکي ١٤ کلن ځوان امين الله چې د قندي شاه زوى و، د تښتونې په تور پنځه کسيزه ډله نيول شوې وه.

سرچينه زياتوي، د دغو کسانو د اعترافاتو په پايله کې د ملي امنيت موظفينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دې ډلې ياد شپږ نور غړي په نښه او ونيول شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه شپږ کسان د ملي سوداګرو او د هغوی د ماشومانو د تښتونې په ګڼو قضيو کې لاس لري.

له بلې خوا ملي امنيت په پروان کې هم د انسان تښتوونکو د يوه مشر او د هغه د پنځو همکارانو د نيولو خبر ورکړى دى.

د ملي امنيت له رياسته په يوه بله جلا خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى موظفينو د انسان تښتوونکو يو مشر محمد افضل چې په تورن جنرال پيکار مشهور دی او د يوې مېرمنې په ګډون د هغه د ډلې پنځه تنه نور کسان نيولي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوي، له دې کسانو سره لاس په لاس ٢٣ ميله بېلابېل ډول وسله، دوه تنډرا او بنز ډوله موټر، جعلي پاڼې، پوځي جامې او سپين پاسپورتونه نيول شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، دغو کسانو هوډ درلود چې د پروان ولايت لپاره د طالبانو د تش په نوم والي مولوي نسيم شفق سره له اړيکو په ګټې اخيستنې د پروان په مرکز کې په انسان تښتونو، ترهګريزو او ورانکارو چارو لاس پورې کړي.

خو سرچينې د يادو ١٢ کسانو د نيولو د کره نېټې او ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ملي امنيت لوی رياست له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له دغه ډول کسانو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د ملي امنيت له ۱۹۱۹ شمېرې سره اړيکه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.