کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۴): په افغانستان کې د هند سفیر وايي چې په جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه د شوي وروستي ډله ییز ځانمرګي برید له قربانیانو سره مرسته کوي.
د ننګرهار د ولایت له مقامه د کب په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند سفیر منپریت وهرا دغه څرګندونې نن د یاد ولایت له والي سلیم خان کندوز سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
دغه برید د کب په ۱۲مه په جلال اباد کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه وشو چې د پنځو بريدګرو تر څنګ يو پوليس او دوه ملکي وګړي په کې ووژل شول او ۱۹ ملکي وکړي ټپیان شول.
خبرپاڼه کاږي چې د هند سفیر پر یاده پېښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د یادې پېښې له ټولو قربانیانو سره به مرسته وکړي.
نوموړې د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار له والي مننه وکړه چې د دوو هېوادونو تر منځ یې په حقیقي ډول د دوستۍ رول ادا کړ او د پېښې پر مهال یې د دوی ټول دیپلوماتان په بشپړ ډول وژغورل او همدا راز له لوړپوړو امنیتي مسوولینو سره یو ځای یې په خوا کې پاتې شو.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي هم د هندوستان له سفیره مننه وکړه چې له پېښې وروسته یې دغه ولایت ته سفر وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پېښې له قربانیانو سره به مالي او نوره مرسته ترسره کړي.
کندوزي زیاته کړه، د افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونه هند د افغانستان یو له دوستو هېوادونو ګڼي او د دغه هېواد له هر وګړي سره مینه لري.
د ننګرهار والي د هندوستان قونسلګرۍ د دفتر ستونزه هم د هند له سفیر سره شریکه کړه چې د امنیتي او نورو ستونزو له امله په یاده سیمه کې یې نږدې کورنۍ او عام وګړي له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه د هند سفیر ته ډاډ ورکړ، که وغواړي نو د هغوی قونسلګرۍ لپاره به په جلال اباد ښار کې یو مناسب ځای په واک کې ورکړي.
د هند سفیر منپریت وهرا له والي څخه مننه وکړه چې قونسلګرۍ ته یې مناسب ځای په واک کې ورکوي او زیاته یې کړه، دوی هم نه غواړي چې د دغه ولایت خلک له ستونزو سره مخ شي.
هغه ډاډ ورکړ چې مناسب او خوندي ځای ته د قونسلګرۍ په انتقال کې هېڅ ډول ستونزه نه لري او دغه موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن