ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: مزاري د تاریخ له تکراره وېره درلوده

ولسمشر غني: مزاري د تاریخ له تکراره وېره درلوده

author avatar
4 Mar 2016 - 14:23
ولسمشر غني: مزاري د تاریخ له تکراره وېره درلوده
author avatar
4 Mar 2016 - 14:23

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۴): ولسمشر غني وايي چې مزاري په هېواد کې د ملي یووالي او د خلکو سالار نظام غوښتونکی و او د تاریخ له تکراره یې وېره لرله.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د وحدت اسلامي حزب د پخواني رهبر عبدالعلي مزاري د ۲۱ تلین په مناسبت په یو ویډیويي پیغام کې کړې دي.

عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ کال د کب په ۲۲مه د طالبانو له خوا د کابل د نیول کېدو پر مهال د دغه ښار په سوېل کې ونیول شو او بیا یې وواژه.

په هغې غونډه کې چې نن (د کب ۱۴مه) د مزاري د تلين په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه، د اجرائیه رییس او د هغه د مرستیالانو سربېره، د کابینې ځینو غړو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو، مخورو او زرګونو خلکو ګډون کړی و.

اشرف غني په خپل پیغام کې څرګنده کړې چې عبدالعلي مزاري د خلکو سالار نظام غوښتونکی و چې د خلکو د پراخ ګډون له مخې جوړ شوی وي، ځکه نظام په واقعیت کې د ټولنیز عدالت تضمینوونکی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې مزاري د دې ترڅنګ چې په ټولنه کې یې د ښځو رول ته ځانګړی احترام درلود، په سیاسي برخو کې یې هم د دغه قشر پر رغنده رول ټینګار کاوو.

ولسمشر غني زیاته کړې: ((افغانستان زموږ ټولو هېواد دی، باید موږ هر یو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولرو، دغه هغه اصل دی چې مزاري پرې ټینګار کاوو.))

هغه د دې په ویلو سره چې هېڅ افغان تر بل افغان کم یا زیات نه دی، د هر افغان ژوند یې ارزښمتن بللی او وایي: ((دغه د افغانستان د اساسي قانون حکم دی، له موږ سره مرسته کوي چې پر بې ثباتۍ، بې اتفاقۍ او بې باورۍ برلاسي شو.))

ولسمشر په دغه پیغام کې له خلکو وغوښتل چې له اوسني وخته او شته امکاناتو اعظمي ګټه واخلي، څو رښانه راتلونکې راتلونکو نسلونو ته تامین شي.

هم مهاله د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یو پیغام له لارې عبدالعلي مزاري د تاریخ یو نه هېرېدونکی شخصیت بللی دی.

کرزي ویلي: ((د افغانستان د خلکو د برحق جهاد عزیز رهبر د مدیریت، رهبري او له بېلابېلو اقشارو سره د اړیکو په ټینګښت، د پردیو د یرغل پر وړاندې ځوانانو ته د انګېزې د ورکولو په برخو کې له ځانګړو ښيګڼو برخودار و.))

د حامد کرزي په باور چې د افغانستان د قضایاوو د حل لپاره د مزاري افکار او هیلې تل عالمانه او له ژور فکر سره مل وو، خو دریغه چې د هېواد د جهاد دغه څېره اوس د افغانستان د خلکو په څنګ کې نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.