جلال اباد (پژواک، ١٥ کب مه ۹۴): د ننګرهار په مرکز جلال ابادښار کې د کابلبانک پېښه کې د قربانيانو کورنۍ وايي چې دوی له پامه غورځول شوې دي.
بد اقتصادي وضعيت، د مرستو نه ورسېدل او د يادې پېښې په تور د نيولو شوو کسانو د سرنوشت په تړاو بې خبري هغه مسايل دي چې دغه کورنۍ يې له امله شکايت لري.
د روان لمريز کال د وري په ۲۹مه جلال اباد ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته ځانمرکی بريد وشو،چې لږ تر لږه ۳۵کسان په کې ووژل شول او ۱۲۴ نورټپيان شول.
د همدغه کال د غويي په ۱۴مه، د ملي امنيت عمومي رياست اعلان وکړ چې د دې پېښې په تور يې پنځه کسه نيولي دي او قرباني شوې کورنۍ ادعا کوي چې د دغو کسانو د محاکمه کېدو په تړاو ناخبره ساتل شوي دي.
قربانيان
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په"کووړګاه" کلي کې بوډا سړی په يوه زاړه او خراب کور کې د ۱۸ هغو يتيمانو سرپرستي کوي، چې پلرونه يې د کابلبانک په پېښه کې وژل شوي دي.
حضرت عمر او ګل عمر دوه هغه وروڼه وو، چې په دې پېښه کې وژل شوي او اوس يې کورنۍ او اولادونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د وژل شويو زامنو بوډا پلار سيدعمر له   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن