ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې له يوه ځوان څخه  سر غوڅ شوى

سرپل کې له يوه ځوان څخه سر غوڅ شوى

author avatar
5 Mar 2016 - 18:55
سرپل کې له يوه ځوان څخه  سر غوڅ شوى
author avatar
5 Mar 2016 - 18:55

سرپل (پژواک، ١٥ کب ٩٤): سرپل کې له يوه ٢١ کلن ځوان څخه په داسې حال کې سر غوڅ شوى چې د دغه ولايت اوسېدونکي د د والي او امنيه قوماندان په ګډون د ډېرى سيمه ييزو چارواکو له نشتون  څخه سر ټکوي.

د ياد ځوان يوه خپلوان ويلي، چې ٢١ کلن عبدالمنان د ماخوستن لمانځه له ادا کولو وروسته د خپل کور له څنګه ورک شوى و، چې نن سهار د هغه مړى له يوه غير استوګنيز ځاى څخه ترلاسه شوۍ دى.

د ياد ځوان ماما حاجي عبدالمجيد ادعا وکړه چې خورى يې د خپلو يو شمېر ملګرو له لوري چې پرون شپه ورسره ناست و، وژل شوى دى.

نوموړي د چا نوم په ډاګه نه کړ.

امنيتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د سرپل د ولايتي شورا غړي محمد علي حکيمي د ياد ٢١ کلن ځوان د وژل کېدو د منلو ترڅنګ، د دغه ولايت د چارواکو د مسووليت نه منلو او امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه وويل: "په سرپل کې ډېرى چارواکي شتون نه لري، څوک نشته چې خلکو ته ځواب ورکړي."

د حکيمي په وينا، د سرپل والي له هېواده بهر تللى، دغه راز امنيه قوماندان هم له يوې مياشتې راهيسې په ولايت کې نشته، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر د خپل زوى د واده په مراسمو کې بوخت دى، د والي وياند نشته  او دغه راز د دغه ولايت د ډېروادارو مشران او امنيتي مسوولين په ورځو-ورځو خپلو دندو ته نه حاضريږي.

د ولايتي شورا ياد غړي وويل: "په دا ډول وضعيت کې بيا له خلکو سرونه غوڅيږي، غلا کېږي او دښمن په بېلابېل ډول ګټه پورته کوي، خو له بده مرغه خلکو ته هيڅوک هم ځواب ويونکي نه دي."

دغه راز حاجي رفيق چې په سرپل ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، هم د لوړ پوړو چارواکو د نشتون په اړه اندېښنه څرګندوي.

هغه وويل: "د سرپل ولايت د بې سرپوښه دېګ په څېر دى، ګډوډي زياته شوې، بې نظمي خپل اوج ته رسېدلې، هيڅوک هم ځواب ويونکي نه دي."

د سرپل ولايت ياد اوسېدونکي، د هېواد له ولسمشر او د حکومت له اجراييه مشر څخه وغوښتل، څو يادې موضوع ته جدي پام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.