ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Mar 2016 - 11:31
په هلمند کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Mar 2016 - 11:31

لښکرګاه(پژواک،۱۵ کب۹۴):د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې دواړيو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عمرجان حقمل د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ناقل اباد سيمې پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه نښته تاييد کړه خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې په ګوته نه کړه.

خو په هلمند کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ د تېرې شپې په نښته کې د ناقل اباد پوستې د قوماندان ظاهرخان په ګډون درې نور پوليس هم وژل شوي دي.

هغه وويل چې جګړې تر سهاره دوام درلود او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ناقل اباد سيمې يوه اوسېدونکي بلال احمد پژواک ته وويل: (( په پوسته کې به هره شپه د پوليسو ترڅنګ د کلي ځوانان هم و، خو تېره شپه يو کليوالي مجلس و ځوانان هلته تللي وو او طالبانو هم له دې فرصت نه ګټه پورته کړې او پر پوستې يې بريد کړى دى.))

ده هم وويل چې په دې نښته کې څلور پوليس وژل شوي او طالبانو دوه رېنجر موټر هم سوځولي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه طالبانو په نادعلي، لښکرګاه او د کوفکې سيمې امنيتي سرتېرو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن رسول ځاځي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په سنګين او مارجې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ځوابي ډزو او هوايي بريدونو کې ٥٢ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان شوي دي.

ځاځى وايي چې په دې نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.