ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده

په ګرشک کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده

author avatar
5 Mar 2016 - 14:43
په ګرشک کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده
author avatar
5 Mar 2016 - 14:43

لښکرګاه(پژواک،۱۵کب۹۴):د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د هلمند د والي وياند عمرځواک د کب په١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جګړه تېره شپه پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

هغه وويل: (( دا چې هلته جګړه روانه ده نو موږ نشو کولى د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته کړو.))

خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې دغه جګړه تېره شپه د نهرسراج په بلوڅانو سيمه کې پيل شوې ده.

هغه وويل چې تر اوسه په دې نښته کې د ملي اردو ٢٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، دوه پوستې او ځينې نور جنګي مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ده زياته کړه: (( جګړه اوس هم روانه ده، پوليسو د ملي اردو د مرستې لپاره حرکت کړى خو طالبانو په لاره کې ماينونه ايښي دي.))

د هغه په وينا، په دې جګړه کې هوايي ځواکونو له نورو ځواکونو سره برخه نه ده اخيستې.

دغه راز د پوليسو يوې بلې سرچيني پژواک ته وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په کوفکه سيمه کې هم د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې هم د ملي اردو ځواکونو اوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ۲۱۵ ميوند قول  اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په بلوڅانو سيمه کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

ده هم د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه د سيمي د کنټرول په موخه استول شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې طالبانو په باباجي سيمي، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.