کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د کار او ټولنيزو چارو وزارت د جاپان په مرسته سلګونو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابروي.
د دغه پروګرام د پرانيستو په مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال ډاکتر احمدشاه صالحي وويل، دغه پروسه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت او "يو اېن هبيټات" دفتر تر منځ د دوه اړخيز هوکړه ليک پر بنسټ د جاپان له خوا د يو ميليون او پنځه سوه امريکايي ډالرو په ارزښت پلې کېږي.
ده زياته کړه، د دغه پروګرام له لارې به په کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې ١٧١٢ ځوانانو ته د ١٦٠ ښوونکو او کارکوونکو له لوري په عملي او نظري توګه فني او حرفوي زده کړې برابرې شي.
د هغه په وينا، له شپږ مياشتنۍ ښوونيزې دورې وروسته به د دې پروژې فارغينو ته کاري وسايل هم ورکړل شي، تر څو په اسانه د کار په مارکېټ کې شامل شي.
صالحي د دې په يادولو سره چې په هېواد کې د ځوانانو د بېکارۍ کچه ٤٠ سلنه لوړه شوې، وويل چې بېلابېل کمپنۍ او شرکتونه کولى شي دغه فارغان جذب کړي او له دې لارې ورته کاري زمينې برابرې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن