ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهارښار کې د سړکونو د جوړولو چارې دخلکو په مالي مرستې پيل شوې

په کندهارښار کې د سړکونو د جوړولو چارې دخلکو په مالي مرستې پيل شوې

author avatar
6 Mar 2016 - 18:52
په کندهارښار کې د سړکونو د جوړولو چارې دخلکو په مالي مرستې پيل شوې
author avatar
6 Mar 2016 - 18:52

کندهار،مزارشريف (پژواک، ١٦ کب ٩٤): په کندهار ښار کې د ولسي ونډې پربنسټ د پنځه کيلومتره سړکونو د جوړولو چارې او بلخ ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون د تر سره شويو پروژو د بيارغونې په موخه د کارموندنې ملي پروژې پيل شوې.

د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د کندهار ښار د نهمې ناحيې د الف ساحې د پنځه کيلومتره سړکونو د پخولو چارې پيل شوې، چې تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې به بشپړې شي.

هغه زياته کړه، د سړکونو جوړولو په دغه پروګرام کې د يادې شوې سيمې هر کور ١٥زره افغانۍ ونډه ورکړې، چې ټول لګښت يې ٢٦ ميليونه افغانۍ کېږي.

ولسمل وايي: ((  په دې وروستيو کې د ښاروالۍ په هڅو خلک دې ته چمتو شوي چې د ولسي ونډې پربنسټ د ښار په بيارغونه او پرمختيا کې برخه واخلي او په پام کې لري، چې دغه لړۍ د ښار نورو برخو ته هم وغځوي او ګڼې پرمختيايي چارې د ولسي مشارکت پر بنسټ تر سره کړي.))

د کندهار والي همايون عزيزي هم د دې ګام ستاينه وکړه او ويې ويل،چې د ولس د ونډې په پايله کې پرمختيايي کارونه په ښه کيفيت تر سره کېږي او د ژوند اسانتياوې ورسره ډېرېږي.

د کندهار ښار د نهمې ناحيې د الف ساحې اوسېدونکي وايي، کلونه وشول چې د سړکونو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو، خو دا دى د هغوى په ونډه اوس د سړکونو د پخولو چارې پيل شوې دي.

د همدې ساحې يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک په خپله خوښه حاضر شوي چې له ښاروالۍ سره همکار شي او په پرمختيايي چارو کې ونډه واخلي.

هغه زياته کړه، تر دې وړاندې د يادې شوې ساحې خلک د پخو سړکونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو، خو د سړکونو په جوړېدو سره به يې مخکينۍ ستونزې حل شي.

له بلې خوا د بلخ ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون د تر سره شويو پروژو د بيارغونې په موخه د کار موندنې ملي پروژې پيل شوې.په دغې پروژه کې ۵۰۳ کلي شامل دي، چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۳۱زره کسانو ته لنډمهالي کاري اسانتياوې برابرې شي.

د کار موندنې د ملي پروژو پيل نن، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې په نمونوي بڼه وشو، چې په مراسمو کې يې د يادې ولسوالۍ د دولتي چارواکو او خلکو ترڅنګ د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو مرستيال وزير هم برخه اخيستې وه.

د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو د برخې مرستيال وزير احمد شهير شهريار پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د ملي پيوستون د پروژو لړۍ له ۱۲ کلن کار څخه وروسته پای ته ورسېده.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ په ګډون د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې د ملي پيوستون له لارې د شويو کارونو د بيارغونې په موخه ((د کارموندنې ملي پروژه)) پيل شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.