ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالرووف انعامي  د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې منشي شو

عبدالرووف انعامي د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې منشي شو

author avatar
7 Mar 2016 - 19:04
عبدالرووف انعامي  د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې منشي شو
author avatar
7 Mar 2016 - 19:04

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤ ): عبدالرووف انعامي د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو؛ خو ددې جرګې د اداري پلاوي د درېيو څوکيو ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.

نن د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې او ددې پلاوي دڅلورو څوکيو لپاره، ١٢ کسان نوماندان شوي وو.

منشي

د بدخشان خلکو استازى عبدالرووف انعامي او د نيمروز د خلکو استازې فريده حميدي، د منشي څوکۍ ته نوماندان وو.

 نننۍ غونډه کې د ٢٢٠ حاضرو کسانو د رايو ورکولو په پايله کې انعامي د ١١٧ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره ددې جرګې د منشي په توګه وټاکل شو؛ انعامي تر دې وړاندې هم د منشي په توګه دنده ترسره کوله.

لومړى مرستيال

ددې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د جرګې د لومړي مرستيال څوکۍ ته د ننګرهار خلکو استازي حاجي ظاهرقدير او ميرويس ياسيني، د کابل د خلکو استازي عبدالحفيظ منصور او عبدالقادر ځاځي وطندوست هم نوماندان شوي وو چې يو يې هم و نه توانيد ٥٠+١ رايه ترلاسه کړي.

 نوموړي وويل چې حاجي ظاهر قدير د ٨٦ موافقو رايو او ميرويس ياسينى د ٥١ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د يادو څلورو نوماندانو په ډله کې زياتې رايې خپلې کړې او ټاکل شوې چې سبا د يادو دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي .

تر اوسه حاجي ظاهر ددې جرګې لومړى نايب  دى.

دويم مرستيال

ابراهيمي زياته کړه، دې جرګه کې د کوچيانو استازى محمد نذير احمدزى، د بلخ د خلکو استازى عبدالرحمان رحماني، دغزني استازى عبدالقيوم سجادي د دويم مرستيال څوکۍ ته کانديد شوي وو، چې احمدزي د ٨٥ موافقو رايو په ترلاسه کولو او سجادي د ٦٩ موافقو رايو ګټلو سره و نه توانېدل، څو د برياليتوب لپاره اړينې رايې تر لاسه کړي.

 نوموړي وويل چې ټاکل شوې ده سبا دې دواړو کسانو ته د رايې صندوقونه کېښودل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.