هرات ښار (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې عام وګړي و وژل شول او درې نور ټپيان دي.
د هرات ولايت د مقام مطبوعاتي مسوول جيلاني فرهاد د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د شينډنډ ولسوالۍ په پرمکان سيمه کې پر يو سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې درې عام وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
ده وويل چې ټپيان د شينډنډ ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
د فرهاد په وينا، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو دغه ډول ماينونه ډېری وخت د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى کېږي.
خو د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي پژواک ته وويل چې د يادې چاودنې په اړه دوى معلومات نه لري.
د پرمکان سيمې اوسېدونکي عبدالقادر پژواک ته وويل: ((غرمه به وه چې يوه درنه چاودنه وشوه وروسته خبر شوو چې درې کسه په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.))
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شينډنډ د هرات ولايت تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې ډېری وخت په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن