د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالرووف انعامي د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې منشي شو

عبدالرووف انعامي د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې منشي شو

Mar 07, 2016 - 19:04

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤ ): عبدالرووف انعامي د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو؛ خو ددې جرګې د اداري پلاوي د درېيو څوکيو ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.

نن د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې او ددې پلاوي دڅلورو څوکيو لپاره، ١٢ کسان نوماندان شوي وو.

منشي

د بدخشان خلکو استازى عبدالرووف انعامي او د نيمروز د خلکو استازې فريده حميدي، د منشي څوکۍ ته نوماندان وو.

 نننۍ غونډه کې د ٢٢٠ حاضرو کسانو د رايو ورکولو په پايله کې انعامي د ١١٧ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره ددې جرګې د منشي په توګه وټاکل شو؛ انعامي تر دې وړاندې هم د منشي په توګه دنده ترسره کوله.

لومړى مرستيال

ددې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د جرګې د لومړي مرستيال څوکۍ ته د ننګرهار خلکو استازي حاجي ظاهرقدير او ميرويس ياسيني، د کابل د خلکو استازي عبدالحفيظ منصور او عبدالقادر ځاځي وطندوست هم نوماندان شوي وو چې يو يې هم و نه توانيد ٥٠+١ رايه ترلاسه کړي.

 نوموړي وويل چې حاجي ظاهر قدير د ٨٦ موافقو رايو او ميرويس ياسينى د ٥١ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د يادو څلورو نوماندانو په ډله کې زياتې رايې خپلې کړې او ټاکل شوې چې سبا د يادو دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي .

تر اوسه حاجي ظاهر ددې جرګې لومړى نايب  دى.

دويم مرستيال

ابراهيمي زياته کړه، دې جرګه کې د کوچيانو استازى محمد نذير احمدزى، د بلخ د خلکو استازى عبدالرحمان رحماني، دغزني استازى عبدالقيوم سجادي د دويم مرستيال څوکۍ ته کانديد شوي وو، چې احمدزي د ٨٥ موافقو رايو په ترلاسه کولو او سجادي د ٦٩ موافقو رايو ګټلو سره و نه توانېدل، څو د برياليتوب لپاره اړينې رايې تر لاسه کړي.

 نوموړي وويل چې ټاکل شوې ده سبا دې دواړو کسانو ته د رايې صندوقونه کېښودل شي.

تر اوسه نذيراحمدزى، ددې جرګې دويم نايب  دى.

د منشي مرستيال

ابراهيمي وويل چې د کابل خلکو استازى عرفان الله عرفان، د کونړ استازې وږمه ساپۍ او د پروان خلکو استازې ربابه پرواني ددې جرګې د منشي مرستيال پوست ته کانديد شوي وو؛ خو هېڅ يو يې هم په دې دور کې بريالي نه شول.

  د ولسي جرګې مشر وويل چې ټاکل شوې سبا د عرفان او پرواني ترمنځ د بياځل لپاره ټاکنيزه سيالۍ وشي، ځکه عرفان د ١٠٥ موافقو رايو په ترلاسه کولو او ربابه پرواني د ٤٠ رايو په خپلو سره دې څوکۍ ته مخکښ نوماندان وو.

تراوسه عرفان د مرستيال منشي په توګه دنده ترسره کوي.

د ملي شورا شپاړسمې دورې "امتيازي" شپږم کال په داسې حال کې پيلېږي چې د قانون له مخې بايد د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال غويي او غبرګولي مياشتو کې ترسره شوې واى او ددې جرګې نوي دور د چنګاښ په لومړۍ نېټه کار پيل کړى واى؛ خو ټاکنې وځنډېدې او ولسمشر ددې جرګې دکار موده د ټاکنو د ترسره کولو پورې وغځوله .

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه د ١٣٩٥ کال تلې مياشت اعلان کړې ده.

د اساسي قانون په اوه اتيايمه ماده کې راغلي دي :" د ملي شورا له دواړو جرګو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړيو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رئيس ، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.

خو د يادونې ده چې مشرانو جرګې د روان کال د مرغومي په ٢٧مه پرېکړه کړې ده چې ددې جرګې  د دوو ثلثو نوو غړو ترمعرفي پورې د اداري پلاوي ټاکنې نه ترسره کوي.

 د اساسي قانون د څلوراتيايمې مادې له مخې، ددې جرګې يو ثلث غړي له ولايتي شوراګانو، يو ثلث د ولسواليو له شوراګانو او بل ثلث د ولسمشر له لوري معرفي کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement