ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې مېشت افغان محصل د يوه يتيم کندهاري ماشوم هيله پوره کړه

هند کې مېشت افغان محصل د يوه يتيم کندهاري ماشوم هيله پوره کړه

author avatar
7 Mar 2016 - 19:11
هند کې مېشت افغان محصل د يوه يتيم کندهاري ماشوم هيله پوره کړه
author avatar
7 Mar 2016 - 19:11

کندهار (پژواک، ١٧ کب ٩٤) : د ډاکټر رحمت الله ګوهر په نوم يوه هندوستان مېشتي افغان محصل د يوه يتيم ماشوم هيله پوره کړه او له هغه سره د مرستې لپاره کندهار ته راغى.

دغه يتيم ماشوم نور محمد نومېږي چې څه موده وړاندې يې په ټولنيزو شبکو کې ويډيو خپره شوې وه.

نور محمد په دې ويډيو کې وايي چې کلونه مخکې يې پلار د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوى، مور يې بل واده کړى، دى او وړه خور يې بې سرپرسته ژوند تېروي.

اته کلن نور محمد چې له خپلې وړې خور سره يو ځاى له خپلې انا سره له کړاوونو ډک ژوند تېروي، وايي د زړه لويه هيله يې دا ده چې زده کړې وکړي او ډاکټر شي، خو د زده کړو وس نه لري او مجبور دى چې هره ورځ اېشېدلي غنم وپلوري او له دې لارې په لاسته راغلو پيسو خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ واخلي.

دى وايي، يوازې دى نه دى چې په دې عمر کار کولو ته مجبور دى، بلکې انا يې هم چې خپل عمر يې خوړلى د څو پيسو لپاره د پرديو کورونو مزدوري کوي.

د يتيم نور محمد دغې ويډيو په هندوستان کې د طب پوهنځي د يو افغان محصل ډاکټر رحمت الله ګوهر احساس وپاروه او له دغه ماشوم سره د ليدنې او مرستې په موخه يې کندهار ته سفر وکړ.

ګوهر پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې يې په ټولنيزو شبکو کې دغه ويډيو وليدله، نو زړه يې ودردېد او کلک هوډ يې وکړ چې د دغه ماشوم د زده کړو ارمان به پوره کوي او تر ډاکټر کېدو به يې لاسنيوى کوي.

هغه زياته کړه، غوښتل يې چې يتيم نور محمد په کندهار ښار او يا کابل کې زده کړې وکړي، خو د هغه کورنۍ چې سپين بولدک ولسوالۍ ته څېرمه په چمن ښار کې ژوند کوي، ټينګار کوي چې همدلته دې ورته د زده کړو زمينه برابره شي.

نوموړي په لومړي ګام کې له نور محمد او د هغه له کورنۍ سره ٦٠ زره افغانۍ مرسته وکړه او ويې ويل نه يواځې د نور محمد، بلکې د هغه د وړې خور د زده کړو لګښت به هم ورکوي.

ګوهر وويل د نور محمد په نوم بانکي حساب خلاصوي او هر کال به ياد شوي ماشوم ته له دې لارې د هغه د زده کړو لګښت ورکوي.

ډاکټر رحمت الله ګوهر چې د خوست ولايت اوسېدونکى دى او دا مهال په هند کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل دى، وايي اوس يې د ژوند لوى ارمان دا دى چې دغه ماشوم زده کړې وکړي او د هغه د ډاکټر کېدو هيله پوره کړي.

تنکى نور محمد چې له خپلې خور او انا سره يو ځاى له چمن څخه کندهار ته د مرستې تر لاسه کولو لپاره راغلى و، زښت ډېر خوشحاله و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.