ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې مجرمې ښځې د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي

په پکتیکا کې مجرمې ښځې د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي

author avatar
7 Mar 2016 - 14:51
په پکتیکا کې مجرمې ښځې د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي
author avatar
7 Mar 2016 - 14:51

ښرنه (پژواک، ١٧ کب ٩٤): په پکتيکا ولايت کې د ښځينه زندان د نه شتون له امله ډېرو مجرمو ښځو ته سزا نه ورکول کېږي او د قانون خلاف قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

د پکتيکا ولايت د استيناف څارنوال اسدالله وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه و لپاره زندان شتون نه لري او مجرمې ښځې قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

هغه وايي: ((زندان د اصلاح ځاى دى خو موږ دلته ښځينه زندان نه لرو او مجرمې ښځې قومي مشرانو او يا يې هم خپلو کورنيو ته په ضمانت سپارو او دغه کار ښه نتيجه هم ورکړې ده.))

خو وزير وايي، پلان لري چې ډیر ژر به په دغه ولايت کې د ښځو لپاره هم زندان جوړ کړي، تر څو له يادې ستونزې خلاصى ومومي.

د پکتيکا ولايت د ځوانانو د فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ښځينه زندان شتون نه لري او مجرمې ښځې د برخليک ټاکلو په موخه قومي مشرانو ته سپارل کېږي.

ده وويل: ((دلته د ښځو زندان نشته نو ښځو ته سزا هم نه ورکول کېږي چې له امله يې په دغه ولايت د مجرمو ښځو شمېر هم ډېر شوى دى.))

دغه راز هغه زياته کړه: ((څه وخت وړاندې دوو مېرمنو خپل خاوند او د خاوند ورور و وژل، دولت ونيول خو د زندان د نه شتون له امله يې يو قومي مشر ته وسپارل.))

هغه وايي چې ډېری وخت د دغه شان ساتنو له امله اخلاقي فساد هم رامنځته کېږي.

د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل: ((لس کاله کېږي چې موږ په دې ولايت کې ژوند کوو، خور مې له يو چا سره وتښتېده، بيا موږ ونيوله او حکومت ته مو وسپارله.))

دى وايي چې حکومت د ده خور د محمد خليل په نوم يوه قومي مشر ته وسپارله او قومي مشر هم له څه مودې وروسته د دوى له اجازې پرته د ده خور خپل زوى ته په نکاح کړه.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر په دغه ولايت زندان جوړ کړي تر څو د ده د خور په څېر نورې پېښې رامنځته نه شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د قومي مشر محمد خليل نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.