جلال اباد ( پژواک، ١٨ کب ٩٤) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د جيټ الوتکو په هوايي بريدونو کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا هوايي بريدونه پرون د هسکې مينې ولسوالۍ د شابې کنډو په سيمه کې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د د اعش وسله والې ډلې يوi دهشکه، يو زيکويک او يوه اندازه سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده، چې تر اچين ولسوالۍ وروسته د داعش وسله واله ډله په هسکه مېنه ولسوالۍ کې فعاله ده.
پرون ځايي چارواکو په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د د اعش د ١٥ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن