ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ځانمرګي بريد کې د يوه قرباني کورنۍ په ډېر کړاو ژوند تېروي “

” ځانمرګي بريد کې د يوه قرباني کورنۍ په ډېر کړاو ژوند تېروي “

author avatar
8 Mar 2016 - 11:20
” ځانمرګي بريد کې د يوه قرباني کورنۍ په ډېر کړاو ژوند تېروي “
author avatar
8 Mar 2016 - 11:20

کندهار (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د کندهار ښار  لس کلن ماشوم چې پلار يې په يو ډله ييز بريد کې ژوند له لاسه ورکړى، وايي د پلار په شتون کې يې هم له کړاوونو ډک ژوند درلود، خو د هغه له مرګ وروسته يې ژوند نور هم له دردونو او کړاوونو ډک شوى دی.

د وکيل احمد په نوم دغه ماشوم وايي، د حکومت په ګډون هېڅ چا ورسره مرسته نه ده کړې، له خپلې مور، يوه ورور او پنځو خويندو سره يو ځاى د ژوند ستړې تېروي.

دغه ماشوم پژواک خبري اژانس ته وويل، پلار يې يو کال مخکې د کندهار ښار په عيدګاه دروازه کې هغه مهال ووژل شو چې پر ولايت مقام ډله ييز بريد وشو.

څه د پاسه يو کال وړاندې د (١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ په ١٨مه) د کندهار ولايت پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ هم مهاله ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول چې د ٢٢ بريد کوونکو تر څنګ په کې ٤ ملکي وګړي او ٥ پوليس ووژل شول او ٩ ملکي وګړي او ٧ پوليس ټپيان شول.

 

د دې پېښې د قربانيانو له ډلې يو هم اختر محمد و چې په خپله يې ژوند له لاسه ورکړ، خو مېرمن او اووه اولادونه يې تر شا بې سرپرسته پرېښودل.

 

د ياد شوي قرباني زوى وکيل احمد چې لس کاله عمر لري، يو ورور او پنځه خويندې لري چې تر ده کشران دي.

 

هغه زياتوي: ((پلار مې په هغه ورځ د عيدګاه دروازې له نانوايي څخه په نيمه بيه سړه ډودۍ رانيوله چې لومړى زوروره چاودنه وشوه او بيا د ولايت پر ودانۍ ډله ييز بريد پيل شو، زما پلار په همدې چاودنه کې ووژل شو.))

 

نوموړى وايي، د دوى کورنۍ هغه مهال هم ډېره غريبه وه؛ ځکه پلار به يې د شپې له خوا د خښتو په بټيو کې کار کاوه او کله چې به غرمه له کار څخه کور ته راته، له يوې نانوايي څخه به يې د هغوى لپاره سړه ډوډۍ په نيمه بيه رانيوله، ځکه هغه د ګرمې ډوډۍ د اخيستو توان نه درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.