ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاريکاري کسبګر له بېکارۍ شکايت لري

چاريکاري کسبګر له بېکارۍ شکايت لري

author avatar
8 Mar 2016 - 11:29
چاريکاري کسبګر له بېکارۍ شکايت لري
author avatar
8 Mar 2016 - 11:29

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٤ ): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د کسبګرو کاروبار، د تېرو دوو کلونو په پرتله په منځني ډول ٤٢ سلنه کم شوى دى.

د دغه ښار کسبګرو له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې د هغوى د کاروبار وضعيت د ١٣٩٣ کال جمهوري رياست له ټاکنو وروسته، ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

هغوى، د چارو ځيني مسوولين او کارپوهان وايي چې هېواد کې د سياسي او امنيتي ستونزو زياتوالی او له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کموالي پر کاروبار ناوړه اغېز کړى دى.

د جمهوري رياست لوموړي پړاو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ مه او د دويم پړاو ټاکنې د همدغه کال د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې؛ خو د ټاکنو د پايلو اعلان په ټاکنو کې د پراخو درغليو، فساد او د رايو بيا ځلې شمېرلو له امله وځنډېد چې په پايله د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ١٣٩٣ کال د وږي په ٣٠مه اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان کړ؛ خو د دواړو نوماندانو تر منځ د يوې موافقې له مخې، د دغو ټاکنو بل مخکښ نوماند ډاکترعبدالله عبدالله د حکومت اجرايي رييس په توګه وګومارل شو.

د چاريکار ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي فقيراغا يوسفي چې د دغه ښار د بالاخېل سيمه کې د ترکاڼۍ دوکان لري پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې له ټاکنو وروسته د ستونزو، بهرنيو ځواکونو وتلو او د مرستو کمېدو له امله د نوموړي کاروبار ورځ تر بلې بې خونده کېږي.

نوموړى چې په خپل دوکان کې وزګار ناست و، وويل چې د تېر کال له ټاکنو مخکې يې هره ورځ د دروازې، کړکۍ او المارۍ په څېر لس قلمه جنسونه جوړول او خرڅول؛ خو اوس دا شمېره څلور قلمو ته راکښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې پخوا يې اووه شاګردان درلودل؛ خو اوس د کار نه شتون له امله يو شاګرد لري او پاتې نور يې رخصت کړي دي.

يوسفي د خپل دوکان څنګ ته د ترکاڼۍ بل دوکان ته اشاره وکړه چې دروازه يې تړلې وه.

نوموړي وويل چې د دغه دوکان خاوند، امين الله نومېږي د کار د نه شتون له امله يې دا کسب پرېښود او اوسمهال د ملي اردو په ليکو کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوي.

خو دا ستونزه يوازې د ترکاڼۍ تر کسب پورې محدوده نه ده، بلکې د کاروبار نورې برخې يې هم زيانمنې کړې دي.

د "قدس دوم" په نوم د کرېړ توليدي شرکت مرستيال محمد شېرين چې په پروان کې فعاليت کوي،وويل چې د تېرو دوو کلونو په پرتله د دغه شرکت د کرېړ توليد اويا سلنه کم شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې مخکې تر دې په بګرام کې مېشت بهرنيو ځواکونو د تړون له مخې له دغه شرکت څخه جغل اخيست؛ خو اوس له بهرنيو ځواکونو سره تړون نه لري؛ ځکه بګرام کې ودانيز کارونه هم په ټپه درېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.