کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٤): فرهاد سخي د مشرانو جرګې د لومړي نايب، حسيب الله کليمزى د دويم نايب، عبدالله قرلق د منشي او نجيبه حسيني د يادې جرګې د نايب منشي په توګه وټاکل شول.
د ملي شورا د شپاړسمې دورې په پنځم کال کې؛ محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې لومړى نايب، محمد اصف صديقي دويم نايب، عبدالله قرلق منشي او نجيبه حسيني د دې جرګې نايب منشي وو.
د اساسي قانون په ٨٧مه ماده کې راغلي چې د ملي شورا په دواړو جرګو کې د کاري دورې په پيل کې له خپلو غړو يو کس د يوې تقنيني دورې لپاره د مشر په توګه او دوه نور د لومړي او دويم نايب په توګه ټاکي او دوه نور د منشي او نايب منشي په توګه د يوه کال لپاره ټاکل کېږي.
مشرانو جرګې د خپلې ژمنۍ رخصتۍ له پيله وړاندې د روان کال د مرغومي په ٢٧مه نېټه تصميم ونيو چې ددې جرګې د دوه ثلثه غړو تر معرفي کېدو پورې به جرګه د خپل اداري پلاوي ټاکنې نه کوي، خو پرون يو ځل بيا د ټاکنو د بيا ترسره کولو پرېکړه ونيول شوه.
د يادې پرېکړې پر بنسټ، نن يادې ټاکنې ترسره کړې او پايلې يې هم اعلان شوې.
د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې ٦٥ کسانو حضور درلود او د برياليتوب لپاره هر يوه نوماند ٣٣ تاييد رايو ته اړتيا درلوده.
د لومړي نايب د څوکۍ لپاره د پنجشېر استازى محمدعلم ايزديار او د کابل استازى فرهاد سخي نوماند شوي وو چې په پايله کې فرهاد سخي د ٣٤ رايو په ترلاسه کولو سره د لومړي نايب په توګه وټاکل شو.
دغه راز د دويم نايب څوکۍ لپاره د ميدان وردګو ولايت استازى حسيب الله کليمزى او د لوګر استازى محمد اصف صديقي نوماند شوي وو چې د ټاکنو په پايلو کې کليمزي د ٤٣ رايو په ترلاسه کولو سره يادې څوکۍ ته لاره ومونده.
د منشي د څوکۍ لپاره د کندوز استازى مولوي عبدالله قرلق او د فراه استازي ګل احمد اعظمي ځانونه نوماند کړي و، چې قرلق د ٣٥ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره ياد مقام ترلاسه کړ.
د نايب منشي مقام لپاره، د دايکنډي استازې نجيبې حسيني او د باميانو استازي قيس وکيلي نوماند شوي وو چې حسيني د ٣٤ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره د نايب منشي په توګه وټاکل شوه.
د يادولو ده چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې تر اوسه پورې نه دي نهايي شوې.
په تېرو دوو ورځو کې، د بدخشان استازى عبدالرووف انعامي د ولسي جرګې د منشي او عرفان الله عرفان د نايب منشي په توګه ټاکل شوي خو د يادې جرګې لومړي او دويم نايب پرون د دې جرګې د دويم پړاو په ترسره شويو ټاکنو کې هم ټاکل شوې رايې ترلاسه نه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن