ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې يو ایرانی وګړى د تښتوونکو له بنده خوشی شو

نيمروز کې يو ایرانی وګړى د تښتوونکو له بنده خوشی شو

author avatar
9 Mar 2016 - 12:13
نيمروز کې يو ایرانی وګړى د تښتوونکو له بنده خوشی شو
author avatar
9 Mar 2016 - 12:13

زرنج (پژواک، ١٩ کب ٩٤): امنيتي ځواکونو په نيمروز ولايت کې يو ايرانى وګړى له يوې مياشتې وروسته د تښتوونکو له بنده را خوشی کړ.

د نيمروز ځايي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو، سيدرضا په نيمروز ښار کې له يوه حمام نه د راوتلو پر مهال تښتولى و.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد ايرانی وګړى د امنيې قوماندانۍ د منسوبينو د هڅو په پايله کې نن د زرنج په قبرستاني سيمه کې د تښتوونکو له بنده خوشی شوی دی.

د هغه په خبره، د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي ځواکونه د هغه د تښتوونکو د نيولو په هڅه کې دي.

دلاور زياته کړه: ((خوشی شوى کس د ايران سرحدي کميسارۍ ته سپارل شوى، څو خپلې کورنۍ له خپلې کورنۍ سره یې یو ځای شي.))

يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط وويل، کله چې تښتوونکو غوښتل سيد رضا له زرنج ښار نه بهر ولېږدوي، پوليسو تعقيب کړل او هغوى هم له ګړندي موټر نه د تګ په حالت کې لاندې ګوزار کړ او وتښتېدل.

سرچينې زياته کړه، تښتوونکو د دې ايراني وګړي په بدل کې د هغه له کورنۍ نه ١٠ ميليونه افغانۍ غوښتې وې، خو سيد رضا د تښتونکو د غوښتنې او د هغوى د شکنجې په اړه څه ونه ويل.

نوموړى د لوی موټر چلوونکى و چې د افغان سوداګرو مالونه يې د ايران له عباس بندر نه نيمروز ته لېږدول.

د نيمروز د ګمرک چارواکي وايي چې هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ ترانزيټي موټر د افغان سوداګرو مالونه له ايران نه را لېږدوي چې شاوخوا ٤٠ سلنه يې د ايراني موټرو په وسيله لېږدولو کېږي.

د نيمروز اوسېدونکو په دې وروستيو کې د نا امنيو او تښتونو د زياتېدو په غبرګون کې لاريونونه کړي او ويلي يې وو چې تښتوونکي بايد بندي او په دار وځړول شي، له دې پرته امکان لري چې ځيني سوداګر خپلې پانګې له دې ولايت نه وباسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.