د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تخار ولایت پر مقام د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

د تخار ولایت پر مقام د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

Mar 12, 2016 - 13:33

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): ملي امنيت رياست هغه کس چې غوښتل يې د تخار ولايت پر مقام ځانمرګی بريد ترسره کړي له اوو تنو ملګرو سره نيولی دی.

د دغه رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د محمد فاروق په نوم ځانمرګي چې په عثمان مشهور دی، د طالبانو د تش په نوم والي مولوي طيب په لارښوونه هوډ درلود د تخار ولايت پر مقام ځانمرګی بريد ترسره کړي

خبرپاڼه زياتوي چې د نوموړي بريدګر، اووتنو ملګرو هر يو نجيب الله، خادم الله، زيدالله، قاري نعمت الله، حجت الله، محب الله او نعمت الله هم نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې ياد کسان د ملي امنيت موظفينو لخوا د تخار ولايت په تالقانو ښار کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شو.

د ملي امنيت رياست په خبرپانه کې د دغه بريدګر او د هغه د اوو ملګرو د نيول کېدو وخت او ځاى مشخص شوى نه دی.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan