کابل(پژواک، ٢٤ کب ٩٤): ولسي جرګې د هلمند استازى نعمت الله غفاري د دې جرګې د دويم مرستيال په توګه تاييد کړ.
د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو له پاى ته رسېدو وروسته او شپږم "امتيازي" کال د شپاړسمې دورې له پيل سره سم په پنځو کاري ورځو کې د دې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.
په دې موده کې د بدخشان د خلکو استازى عبدالرووف انعامي د منشي په توګه او د کابل د خلکو استازى عرفان الله عرفان د منشي مرستيال او د ننګرهار استازى حاجي ظاهر قدير د جرګې د لومړي مرستيال په توګه و ټاکل شول، خو د کندهار استازي حميدزي لالي ادعا وکړه چې د لومړۍ مرستيالۍ لپاره شوو ټاکنو کې درغلي شوې ده.
دا ادعا د جرګې د يوه پلاوي له خوا څېړل کېږي.
د دويم نايب څوکۍ لپاره هم د ټاکنو په درېيو پړاوونو کې هېڅ يوه نوماند د جرګې د ټولو غړو پنځوس سلنه جمع يو رايه ترلاسه نه کړه.
په همدې سبب د جرګې د کورنيو دندو او اصولو ته په پام سره پرون د دوو مخکښو نوماندانو (نعمت الله غفاري- هلمند، نذيراحمدزى- کوچيان) تر منځ درېيم پړاو ټاکنې وشوې چې غفاري ١٠٠ او احمدزي ٩٥ رايې ترلاسه کړې.
وروسته د جرګې د کورنيو دندو اصولو له مخې، که چېرې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ په درېيو پړاوونو کې ټاکنې ترسره شي او يو کس د جرګې تر ټولو ډېرې رايې خپلې کړې، د جرګې حاضر غړي بايد په علني ټاکنو کې د خپلې خوښې کس تاييد کړي.
غفاري، پرون ورځ ځکه ګټونکى ونه ګڼل شو چې د پايلو له اعلان وروسته د جرګې ځيني غړي له ناستې ووتل او جرګې د علني تاييد لپاره لازم نصاب پوره نه کړ.
ټاکل شوې وه چې نن ورځ علني تاييد ترسره شي، خو له دې مخکې د کندوز ولايت استازي فاطمې عزيز وويل چې د جرګې د دويم مرستيال څوکۍ دې يوې مېرمنې ته ورکړل شي.
د جرګې يو شمېر ښځينه وکيلانو هم وويل چې که د دويم نايب څوکۍ يوې مېرمنې ته ورنه کړل شي، نو دوى به د جرګې له تالاره ووځي.
وروسته نذير احمدزي له ټولو هغو کسانو چې ده ته يې رايه ورکړې وه، د مننې په څرګندولو سره وويل چې د ملي ګټو او جرګې د يووالي ساتنې لپاره اعلانوي چې نعمت الله غفاري د جرګې دويم نايب دى.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د کورنيو دندو د اصولو له مخې بايد په دې اړه د جرګې د غړو تاييدي هم واخيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن