ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: په کابل کې فساد او بې عدالتي فرهنګ ګرځېدلي

ولسمشر: په کابل کې فساد او بې عدالتي فرهنګ ګرځېدلي

author avatar
14 Mar 2016 - 16:05
ولسمشر: په کابل کې فساد او بې عدالتي فرهنګ ګرځېدلي
author avatar
14 Mar 2016 - 16:05

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): ولسمشر غني د کابل ښاروالۍ او په کابل ښار کې د ټولو بنسټونو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او ويې ویل، فساد، ظلم او بې عدالتي په کابل ښار کې پر فرهنګ بدل شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون ماښام د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو وکیلانو او په ملي او ولایتي شوراګانو کې د دغه ولایت له استازو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د یاد ولایت د استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل: "نن د کابل ولایت له بېلابېلو اقشارو سره د ناستو لړۍ پیل شوه، څو ورځې به د هغوی غوښتنې او ستونزې واورم او وروسته به د اساسي طرحو له لارې مناسبې لارې ورته ولټوو."

ده زیاته کړه، تېر کال یې موخه د افغانستان د پایښت تامین وه او د دښمن له تهدید او جنګ سره مخامخ وو چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، مېړانې او سرښندنو له برکته د دښمن توطیې له ماتې سره مخامخ شوې.

نوموړي د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د یاد ولایت استازو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو اورېدو او د حل لارو موندلو ته چمتووالى لري.

ولسمشر د کابل ښار په ځینو نقطو کې د کثافاتو د زیاتوالي او ستونزو په هکله وویل، ۹۰ زره ټنه کثافات په بګرامیو کې جمع شوي او قوه کار ایجاد شوې، تر څو هغه ګزک سیمې ته انتقال کړي. په کابل ښار کې د کثافاتو او خځلو د ستونزې د دایمي حل لپاره له څو خصوصي کمپنیو سره کار جریان لري.

هغه زیاته کړه، کابل ښاریان د څښاک د صحي اوبو له کمبود سره هم مخامخ دي؛ ځکه د څښاک صحي اوبه یواځې یو ميلیون کابل ښاریانو ته په پام کې نیول شوې وې او موږ په پام کې لرو چې دا ستونزه په اساسي توګه حل کړو.

د ده په وينا، د کابل ښاروالۍ اوسنی جوړښت د دغه ښار ستونزې نه شي هوارولى او موږ باید د کابل ښاروالي وضعیت په اساسي توګه بدل کړو.

نوموړي د ناحیو له وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د کابل د خلکو له استازو څخه وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ د ستونزو د حل لپاره خپلې مشخصې طرحې برابرې کړي.

غني دې ته په اشارې چې کابل ښاروالي او ځینې نورې ادارې د پیسو د معقول لګولو ظرفیت نه لري، وویل: "په تېرو ۱۴ کالو کې پیسې ضایع شوې او زه نه غواړم د دغه ملت پیسې نورې ضایع شي."

هغه د دارالامان ماڼۍ د بیارغولو او د کابل ښار دارالامان سیمې ته د وزارتونو د لومړي ګروپ د انتقال یادونه وکړه او ويې ویل، دولت همدارنګه د پخوانۍ معمارۍ د احیا په اساس د کابل زاړه ښار د بیارغولو اساسي پلان لري.

دى وايي: "زموږ اساسي طرحه دا ده چې د کابل ښار ټولې ساحې پر پلاني ساحو بدلې کړو او دولت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي دی."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.