ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوې پوستې دوه پولیس وژل شوي

کندهار کې د یوې پوستې دوه پولیس وژل شوي

author avatar
14 Mar 2016 - 14:16
کندهار کې د یوې پوستې دوه پولیس وژل شوي
author avatar
14 Mar 2016 - 14:16

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او  د يو مخابراتي شرکت انتن هم ويجاړ شوى دى.

دغه پېښه تېره شپه د همدې ولسوالۍ په سرخ بېګ سيمه کې شوې چې پر مهال يې د يوې مخابراتي شبکې پايه هم ويجاړه شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه په شاوليکوټ کې نه، بلکې د اروزګان ولايت په اړوند ساحه کې شوې ده، خو ځايي امنيتي سرچينې دغه پېښه په شاوليکوټ کې ګڼي.

د يادې ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، يوې ډلې وسله والو مخالفينو تېره شپه د شاوليکوټ د سرخ بېګ پر امنيتي پوسته بريد وکړ او د دواړو لورو تر منځ شاوخوا نيم ساعت نښته روانه وه.

سرچينه زياتوي، په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى او دغه راز په دې ساحه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت يو انتن هم ويجاړ شوى دى.

خو يوه بله سرچينه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، خو دغه خبره چا تاييد کړې نه ده.

د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو منلى، د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په يوه استول شوي پيغام کې ويلي چې د شاوليکوټ ولسوالۍ د سرخ بېګ امنيتي پوسته يې نيولې، اته تنه پوليس يې وژلي او له هغوى څخه يې پنځه ميله وسله هم تر لاسه کړې ده.

چارواکي د وسله والو طالبانو دغه ادعا نه مني.

په دې وروستيو کې په شاوليکوټ کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي، څو ورځې وړاندې په همدې ولسوالي کې د کندهار- روزګان پر لويه لاره د يوې امنيتي پوستې ٤ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور نادرکه شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.