ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوپل: تر درې مياشتو به هيڅ ښاروالي او ولسوالي د سرپرست له خوا اداره نه شي

پوپل: تر درې مياشتو به هيڅ ښاروالي او ولسوالي د سرپرست له خوا اداره نه شي

author avatar
15 Mar 2016 - 17:59
پوپل: تر درې مياشتو به هيڅ ښاروالي او ولسوالي د سرپرست له خوا اداره نه شي
author avatar
15 Mar 2016 - 17:59

کابل (پژواک،٢٥کب ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکي وايي چې راتلونکو دوو – درېيو مياشتو پورې به ټولو هغو  ښارواليو او ولسواليو ته چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، ښاروالان  او ولسوالان ور معرفي کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو مرستيال عبدالباقي پوپل نن دامطلب په هغو مراسمو کې چې د ځينو ولسوالانو د معرفي په مناسبت کابل کې جوړ شوي و ، په ډاګه کړ .

په دې مراسمو کې د بغلان نهرين، ده صلاح او خنجان ، د تخار بهارک او چاه اب ، د پکتيا ډنډپټان او څمکنۍ ، د کاپيسا تګاب ، د پنجشير ولايت  آب شار ، د بدخشان شغنان ، د سرپل ولايت سوزمه کلا، د فارياب قرم قل ، د فراه ګلستان او د لوګر خوشي ولسواليو لپاره ١٦ ولسوالان معرفي شول.

نوموړي له دې تازه معرفي شوو ولسوالانو وغوښتل څو خلکو سره سم چلند وکړي او د خلکو او دولت ترمنځ د واټن لنډولو په برخه کې جدي کار وکړي.

پوپل وويل چې د ځينو ګامونو اخيستلو ترڅنګ ، لاهم په بېلابيلو ولايتونو کې ٦٧ ولسوالۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

نوموړي زياته کړه :" د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لوري د ازموينې اخيستلو او ولسوالانو ټاکلو پروسه پيل شوې ده او تر دوو – درېيو راتلونکو مياشتو پورې به ولسوالۍ د سرپرستانو پرځاى د نوو معرفي شوو ولسوالانو له لوري اداره کېږي."

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مرستيال يادونه وکړه چې د کابل په ګډون د ١٨ لويو ښارونو ښاروالۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او ټاکل شوې ده چې د يادو ښارونو لپاره هم د راتلونکي کال وري مياشتې تر پاى پورې ښاروالان وګومارل شي.

 د پوپل په وينا، تېرو ١٤ کلونو کې ولسواليو ته سمه پاملرنه نه ده شوې او دا مهال ډيرى ولسوالۍ شخصي اداري ودانۍ او يا د اړين تشکيل له کمښت سره مخ دي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد ولسواليو شمېر ٣٧٦ ته رسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.