لښکرګاه (پژواک، ۲۶ کب ۹۴): د هلمند ولايت د ښاروالۍ د عوايدو کچه ٤٧ سلنه لوړه او د لګښتونو کچه يې پنځوس سلنه کمه شوې ده.
د هلمند شاروال مطيع الله بهير د مرغومي په ٢٦مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېره مياشت کې د لښګرګاه ښاروالۍ څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دوه مياشتې وړاندې د دې ښاروالۍ د عوايدو کچه نږدې درې ميليونه افغانۍ وه.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه عوايد يواځې د ښار له دروازو را ټول شوي؛ ځکه په نورو برخو کې ستونزې شتون لري چې د حل لپاره يې پلانونه نيول شوي دي.
بهير زياتوي: ((زما له راتګ وړاندې په هره مياشت کې ٤٤ زره لېتره تېل مصرفېدل خو په تېره مياشت ما ډېر کار هم وکړ، يواځې ١٩زره لېتره تېل مصرف شوي دي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((خپله ولس دې قضاوت وکړي چې دغه پيسې د چا جېب ته تللې دي.))
بهير وايي، خپلې وروستۍ هڅې کوي تر څو د لښکرګاه له ښاروالۍ يوه مسلکي او خدمتي اداره جوړه کړي.
د لښګرګاه ښاروال اندېښنه وښوده چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
ده وويل چې په تېره يوه مياشت کې يې يواځې لس جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورلې ده خو دغه لړۍ به روانه وي.
هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د غصب شوو ځمکو په خلاصون کې ورسره پوره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن