ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمنشي: فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه ده

د ناټو سرمنشي: فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه ده

author avatar
16 Mar 2016 - 14:16
د ناټو سرمنشي: فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه ده
author avatar
16 Mar 2016 - 14:16

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه او په دې اړه يې له افغان مشرانو سره خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ چې پرون په يوه رسمي سفر کابل ته راغلى و، د کب په ٢٦مه يې په کابل کې له يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د خپل سفر په اړه معلومات شريک کړل.

هغه زياته کړه چې له دغه سفر څخه يې موخه د ناټو د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه له افغان مشرانو سره له نږدې خبرې کول او هغوى ته بلنه ورکول و.

نوموړي زياته کړه، د ناټو سرمشريزه غونډه چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شي، افغانستان به يې د اجنډا مهمه برخه وي.

جينز سټولټنبرګ وويل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روان روزنيز ماموريت، د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ او له افغانستان سره د ناټو د دوامداره سياسي همکاريو په اړه خبرې کېږي.

د هغه په وينا، ناټو به په افغانستان کې د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې د خپلو سرتېرو اوسنۍ کچه پرېږدي، خو دا چې تر ٢٠١٦ کال وروسته به څومره پرېږدي؟ د ناټو سرمنشي وويل چې په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د يادونې ده، اوس د ناټو د روزنې په ماموريت کې شاوخوا ١٣ زره سرتېري په افغانستان کې  مېشت دي.

د ناټو سرمنشي وويل چې فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه ده او په دې اړه يې له افغان مشرانو سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې له فساد سره جدي مبارزې ته اړتيا ده او پرون يې ولسمشر اشرف غني،  اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي  دفاع له وزير سره يې په دې اړه له نږدې تفصيلي خبرې کړې دي.

جينز سټولټنبرګ وايي: ((د فساد تر څنګ په هره برخه کې پرمختګ غواړو، موږ بايد وګورو چې څومره کار شوى دى، دا پرمختګونه په خپله د افغانستان لپاره هم مهم دي.))

د نوموړي په وينا، د ناټو غړي او متحد هېوادونه بايد خپلو ولسونو ته په افغانستان کې د مثبتونو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي؛ ځکه دا څومره مرستې چې کېږي، د دغو هېوادونو د ولسونو له ماليانو څخه ورکول کېږي.

د ناټو سرمنشي وويل چې د فساد پر ضد مبارزه يواځې د ناټو غوښتنه نه ده، بلکې اروپايي ټولنې، ملګري ملتونه او نړيوال وجهي صندوق هم دا غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.