جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۴): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې ۳۱۱۹ جريبه ځمکه يې له غاصبينو راګرځولې او د غصب په تور یې ۶۵ کسان هم نيولي دي.
ولسمشر غني د مرغومي په ۲۰مه جلال اباد ته په سفر کې د ننګرهار امنيه قوماندان ته امر کړی و چې د ځمکو د غاصبينو لېست جوړ کړي او بیا یې دې ونيسي.
تر هغه څو اوونۍ وروسته د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل چې د کانال د سلګونه جريبه ځمکې د يو غاصب په ګډون يې ۳۰ کسان پر دې تور نيولي او دا لړۍ روانه ده.
خو امنيه قوماندان اوس وايي چې په دې تړاو د پيل کړو هڅو په ترځ کې يې تر اوسه ۶۵ کسان د غصب په تور نيولي او دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پوليسو تر اوسه ۳۱۱۹ جريبه ځمکه په بېلابېلو سيمو کې د غاصبينو له منګلو خلاصه کړې او ۶۵ کسان په دې تور نيول شوي، د تورنو دوسيې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.))
امنيه قوماندان وايي چې پر نيولو شوو کسانو له څو بسوو نيولې ته سلګونه جريبو پورې د ځمکو د غصب تور دی.
د ننګرهار استيناف څارنوالۍ تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بلخو د استيناف محکمې رييس قضاوتمن عبدالولي قاضي زاده تېره ورځ د حکومتي چارواکو په غونډه کې ويلي چې تر اوسه د ځمکو د غصب ۱۷ قضيې ورغلي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر په اعلاميه کې د نوموړي له قوله ويل شوي: ((د کال له پيله تر اوسه موږ ته د ځمکو د غصب ۱۷ قضيې راغلې دي چې لويه قضيه يې تر پنځو بسوو ډېره نه ده.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل چې د ځمکو د غاصبينو د نيولو په مسئله کې جديت نشته او اصلي غاصبين نه نيول کېږي.
ده وويل: ((په دې مسئله کې جديت په کار دی؛ ځکه په ننګرهار ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه غصب شوې ده.
تر دې مخکې د ننګرهار د ولايتي شورا رييس او غړو هم ويلي وو چې د ځمکو د غصب په مسئله کې جديت په کار دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن