پل علم (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د لوګر په مرکز پل علم کې د يوې ښځې د وژنې په تور درې تنه نيول شوي دي.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير ويس الدين تلاش د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سلواغې مياشتې په ١٨مه د مرکز اړوند د پادخاب شانه په سيمه کې يوه سړي خپله مېرمن وهلې وه چې بيا وروسته ښځې په روغتون کې ساه ورکړه.
دى وايي چې د ښځې له مړينې وروسته خاوند، خسر او نور لېورونه يې ټول تښتېدلي وو.
خو تلاش زياته کړه: ((زموږ پوليسو وکولاى شول چې د ښځې خاوند، خسر او يو لېور نن په مرکز پل علم کې ونيسي.))
ده وويل چې ياد کسان اوسهال په قوماندانۍ کې زندانيان دي او ډېر ژر به نورو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د يادې ښځې پلار شېرزادګل پژواک ته وويل: ((زما لور ٢٠ کلنه وه چې واده يې وکړ او چې کله مړه شوه نو ٢٤ کلنه وه، په دې موده کې ورسره خسرګنۍ او خاوند یې ډېر ظلم وکړ.))
دى وايي چې لور به يې هره ورځ د خاوند او يا هم د خسرګنۍ له لوري وهل کېده او يا به بدې ردې ورته ويل کېدې.
ده له عدليې او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه نيول شوي کسانو ته سخته سزا ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن