ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پل علم کې د یوې پېغلې مړی موندل شوی

پل علم کې د یوې پېغلې مړی موندل شوی

author avatar
17 Mar 2016 - 11:25
پل علم کې د یوې پېغلې مړی موندل شوی
author avatar
17 Mar 2016 - 11:25

پل علم (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د لوګر د امنيې قوماندانۍ پوليسو په پل علم کې د يوې پېغلې جسد موندلى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزي مدير سمونوال ويس الدين تلاش د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره ورځ د لوګر د مرکز اړوند د ميرابدال غره په لمنو کې د يوې پېغلې مړی موندلى دى.

ده وويل: ((دې نجلۍ تورې موزې پر پښو کړي، تور بالا پوش يې اغوستی او تورې عینکې يې هم په سترګو دي.))

تلاش وايي چې دغه نجلۍ د روانې مياشتې په ١٣مه د کلنګار سيمې يوه اوسېدونکي د نامشروع اړيکو لپاره له کابله لوګر ولايت ته بیولې وه.

ده زياته کړه: ((د شپې بيا دا هلک او نجلۍ په خپلو کې سره ورانېږي، بيا دا هلک دا نجلۍ ځان سره وړي او د غره په خوا کې يې پر ډزو وژني.))

تلاش وايي چې ياد هلک په کابل کې د پوليسو له لوري نیول شوی او اوسمهال تر څېړنو لاندې دى.

ده وويل چې د نجلۍ جسد يې هم د څېړنو په موخه کابل ته لېږلی دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لوګر په مرکز کې درې تنه د يوې مېرمنې د وژلو په تور نيول شوي دي.

د يادونې ده، وړمه ورځ هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې يوه پېغله نجلۍ له خپل پلاره په دفاع کې و وژل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.