ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د اندړو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

author avatar
19 Mar 2016 - 12:11
د اندړو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده
author avatar
19 Mar 2016 - 12:11

غزني ښار (پژواک، ۲۹ کب ۹۴): د غزني د اندړو ولسوال وايي که د امنيتي ځواکونو د تشکيل او جنګي مهماتو په برخه کې مرستې ورسره ونه شي نو امکان لري دغه ولسوالۍ سقوط وکړي.

د اندړو ولسوال محمد قاسيم ديسي وال د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو هڅې پيل کړې څو د اندړو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ده وويل: ((ډېر شمېر وسله وال مخالفين په دې ولسوالۍ کې راټول شوي او غواړي دغه ولسوالۍ سقوط کړي.))

د ديسي وال په وينا، که امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو د تشکيل او جنګي مهماتو په برخه کې مرستې ورسره ونه وکړي نو امکان لري دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو شمېر اوو سوو ته رسېده خو اوس دغه شمېر سلو ته راټيټ شوی دی.

ده وويل چې وسله والو مخالفين له داسې وختونو ګټه پورته کوي او خپلو بريدونو ته چټکتيا ورکوي.

د هغه په خبره چې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په مرکز کې پر دريو پوستو بريدونه کړي دي.

د ديسي وال په وينا، د تېرې شپې په بريدونو کې يواځې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى او کېداى شي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي خو په اړه يې کره معلومات شتون نه لري.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد انور هم پژواک ته وويل که حکومت دې ولسوالۍ ته سمه پاملرنه ونه کړي، نو ډېر ژر به سقوط وکړي.

ده زياته کړه: ((دلته د طالبانو شمېر هره ورځ ډيرېږي خلکو ته يې بېخي وېره پيدا کړې ده، بايد غمه يې وخوړل شي.))

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هر ډول مقابلې لپاره چمتووالى لري.

هغه زیاته کړه: ((طالبان نه شي کولاى د دغه ولايت کومې سيمې ته سقوط ورکړي او که په کومې سيمې يې بريد وکړي نو خپل مړي به هم را نه ټول نه کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.